ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
15 : 52

اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟

ووایاست دا کوم جادو دی؟او که تاسې څه نه وینئ. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 52

اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

ورننه ووځئ!اوس یې تاسې ته زغمل او نه زغمل یو برابر دي.بې شکه چې تاسې ته د همغو اعمالو بدل در کولی شي چې تاسو به کول. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 52

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ

بې شکه چې متقیان به په جنتونو او نعمتونو کې وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 52

فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟

له هغو نعمتونونه خوند اخلي چې رب ورته ور کړي دي او د دوزخ له عذاب نه یي ژغورلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 52

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

او ورته به وویل شي.چې د خپلو تیرو کړنو په بدل کې ښه په مزو او چړ چو سره خوراک او څښاک وکړئ. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 52

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟

هلته به یې په کتاروشوو تختونوتکيي کړي وی.او مونږ به ښایسته تکې سپینې د غټو سترګو والا ښځې ورته په نکاح کړو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 52

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟

او کومو کسانو چې ایمان راوړی،او اولادونو یې هم د ایمان لار ور پسې نیولي ده نو مونږ به یې اولادونه ورسره یو ځای کړو او د پلرونو له کړنو به یې هیڅ شی کم نه کړو.هر څوک د خپلو کړنو په بدل کې ښکیل دی. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 52

وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

او مونږ به هر ډول میوې،غوښې او هر څه چې د هغوی زړه یې وغواړي لاپسې ورته ډیروو. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 52

یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟

هلته به په ډیرې خوښۍ سره یو له بل نه د هغو شرابو کاسې تښتوي چې نه به پکې چټي او عبثې خبرې وي او نه په ګناه اخته کیدل. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 52

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

په خدمت کې به يي هغه هلکان منډې وهي چې یوازي به د همدوی وي او د پوښل شوو ملغلرو په څير به ځلیږي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 52

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او مخ په مخ به یوله بل نه پوښتنې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 52

قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟

او وایې به چې:مونږ خو پخوا د خپلو کورنیو په مینځ کې د ډار شپې[۴]تیرولې. info

[۴] ـ د اخرت له عذاب نه ډاریدلو.(فتح القدیر د امام الشوکاني).

التفاسير:

external-link copy
27 : 52

فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟

نو الله را باندې لورینه وکړه او د ګرم او سوزوونکی عذاب نه یې وژغورلو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 52

اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠

په رښتیا چې مونږ په پخواني ژوند کې یوازې هغه باله.او هغه ډیر زیات ښیګڼه کوونکی او ډير زیات مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 52

فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ

نو ای پیغمبره!خلکو ته پند وړاندې کړه.ته د خپل رب د لورینې له مخې نه فال ګریې او نه لیونی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟

ایا هغوی وایې چې دا یو شاعر دی؟او مونږ پرې د حوادثو او پیښو او وښتون ته منتظر یو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 52

قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ

ورته ووایه چې انتظار کوئ زه هم له تاسې سره په انتظار کوونکو کې یم. info
التفاسير: