ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

احقاف

external-link copy
1 : 46

حٰمٓ ۟ۚ

حم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 46

تَنْزِیْلُ الْكِتٰبِ مِنَ اللّٰهِ الْعَزِیْزِ الْحَكِیْمِ ۟

ددغه کتاب نازلیدل د الله له لورې دي چې په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 46

مَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَاَجَلٍ مُّسَمًّی ؕ— وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا عَمَّاۤ اُنْذِرُوْا مُعْرِضُوْنَ ۟

او مونږ اسمانونه، ځمکه او هغه څه چې د دوی په مینځ کې دي په حقه د ټاکلې مودې لپاره پیدا کړي دي او کافران له هغه څه مخ اړوي چې پرې ډارول شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 46

قُلْ اَرَءَیْتُمْ مَّا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ؕ— اِیْتُوْنِیْ بِكِتٰبٍ مِّنْ قَبْلِ هٰذَاۤ اَوْ اَثٰرَةٍ مِّنْ عِلْمٍ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او اې محمده! هغوی ته ووایه د هغو څيزونو په هکله چې تاسې يې پرته له الله نه بلئ ماته معلومات راکړئ او راوښايې چې د ځمکې کومه برخه يې پیدا کړې ده؟ یا د اسمانونو په سنبالښت کې برخمن دي؟ که له دې مخکې کوم راغلی کتاب یاد علم څه پاتې نښې چې ستاسې همدا خبره تائیدوي له تاسې سره وي را وړاندې يي کړئ؟ که تاسې رښتینې یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
5 : 46

وَمَنْ اَضَلُّ مِمَّنْ یَّدْعُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَنْ لَّا یَسْتَجِیْبُ لَهٗۤ اِلٰی یَوْمِ الْقِیٰمَةِ وَهُمْ عَنْ دُعَآىِٕهِمْ غٰفِلُوْنَ ۟

او له هغه چا لوی بې لارې څوک دی چې له الله نه پرته هغه څه بلي چې تر قیامته [۱] به يې غوښتنه ونشي منلی؟ بلکې د هغه له بلنې نه هیڅ خبر هم نه دی. info

[۱] تل تر تله ( البحر المحیط).

التفاسير: