ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
33 : 45

وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

هغوی ته خپلې بدې کړنې څرګندې او هغه څه ترې راچاپیر شول چې ټوکې او ملنډې به يي پرې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 45

وَقِیْلَ الْیَوْمَ نَنْسٰىكُمْ كَمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا وَمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

او ورته به ویل شي: نن مونږ تاسې هیروو کله څرنګه چې تاسې ددغې ورځې ملاقات هیر کړی و. د ورتګ ځای مو اور دی او هیڅوک مو ملاتړ او مرستندویه نشته. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 45

ذٰلِكُمْ بِاَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا وَّغَرَّتْكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۚ— فَالْیَوْمَ لَا یُخْرَجُوْنَ مِنْهَا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

دا هر څه له دې کبله چې تاسې د الله ایتونه په ټوکو نیولي او دژوند غولولي واست. نو نن به نه له اور څخه وایستلای شي او نه به ترې غوښتنه وشي چې( د خپل رب د خوښۍ لپاره) عذر او زارۍ وکړي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 45

فَلِلّٰهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَرَبِّ الْاَرْضِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه الله دی چې د اسمانونو، ځمکې او د ټول عالم روزونکی او پالونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 45

وَلَهُ الْكِبْرِیَآءُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

په اسمانونو او ځمکه کې لويي، عظمت او واکمني یوازې د هغه ده، او هغه په هر څه برلاسی او د حکمت څښتن دی. info
التفاسير: