ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

فصلت

external-link copy
1 : 41

حٰمٓ ۟ۚ

حم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 41

تَنْزِیْلٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۚ

دا کتاب د رحمن او رحیم خدای له لورې نازل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 41

كِتٰبٌ فُصِّلَتْ اٰیٰتُهٗ قُرْاٰنًا عَرَبِیًّا لِّقَوْمٍ یَّعْلَمُوْنَ ۟ۙ

یو کتاب دی چې ایتونه يي په پوره تفصیل سره په عربي ژبه د پوهیدونکي قوم لپاره بیان شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 41

بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا ۚ— فَاَعْرَضَ اَكْثَرُهُمْ فَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟

زیر ورکوونکی او ډاروونکی دی خو د هغوی ډیرو خلکو ترې مخ واړاو او نه يي اوري. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 41

وَقَالُوْا قُلُوْبُنَا فِیْۤ اَكِنَّةٍ مِّمَّا تَدْعُوْنَاۤ اِلَیْهِ وَفِیْۤ اٰذَانِنَا وَقْرٌ وَّمِنْ بَیْنِنَا وَبَیْنِكَ حِجَابٌ فَاعْمَلْ اِنَّنَا عٰمِلُوْنَ ۟

او وايي چې: زمونږ زړونه له هغه څه نه په پردو کې دي چې ته مونږ ورته بلي او په غوږونو کې مو دروندوالی دی او زمونږ او ستا په مینځ کې پرده ده. نو ته خپل کار کوه او مونږ به خپل کار کوو. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 41

قُلْ اِنَّمَاۤ اَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ یُوْحٰۤی اِلَیَّ اَنَّمَاۤ اِلٰهُكُمْ اِلٰهٌ وَّاحِدٌ فَاسْتَقِیْمُوْۤا اِلَیْهِ وَاسْتَغْفِرُوْهُ ؕ— وَوَیْلٌ لِّلْمُشْرِكِیْنَ ۟ۙ

ای محمده! ورته ووایه چې زه ستاسې په څیر یو انسان یم ما ته وحي کیږي چې: ستاسې معبود یکی یو الله دی نو تاسې باید مخامخ د هغه د مننې په لور ولاړ او له هغه نه بښنه وغواړئ. او هلاک او تباه شول مشرکان info
التفاسير:

external-link copy
7 : 41

الَّذِیْنَ لَا یُؤْتُوْنَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ بِالْاٰخِرَةِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟

هغه کسان چې زکات نه ورکوي او له اخرت نه هم منکر دي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 41

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠

بې له شکه د هغو کسانو لپاره نه پرې کیدونکی اجر او ثواب دی چې ایمان يي راوړی. او نیکې کړنې يي خپلې کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 41

قُلْ اَىِٕنَّكُمْ لَتَكْفُرُوْنَ بِالَّذِیْ خَلَقَ الْاَرْضَ فِیْ یَوْمَیْنِ وَتَجْعَلُوْنَ لَهٗۤ اَنْدَادًا ؕ— ذٰلِكَ رَبُّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

ای پیغمبره! ورته ووایه: ایا تاسې په هغه ذات کافران کیږئ او شریکان ورسره نیسئ چې: ځمکه يې په دوه ورځو کې پیدا کړې ده؟ هو! همدا ذات د ټول عالم رب دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 41

وَجَعَلَ فِیْهَا رَوَاسِیَ مِنْ فَوْقِهَا وَبٰرَكَ فِیْهَا وَقَدَّرَ فِیْهَاۤ اَقْوَاتَهَا فِیْۤ اَرْبَعَةِ اَیَّامٍ ؕ— سَوَآءً لِّلسَّآىِٕلِیْنَ ۟

او په څلورو ورځو کې يي د هغې له پاسه کلک غرونه ښخ، هغه يي له برکتونو ډکه او د ټولو غوښتونکو د اړتیا وړ خوراکې مواد يې پکې برابر کړل. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 41

ثُمَّ اسْتَوٰۤی اِلَی السَّمَآءِ وَهِیَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْاَرْضِ ائْتِیَا طَوْعًا اَوْ كَرْهًا ؕ— قَالَتَاۤ اَتَیْنَا طَآىِٕعِیْنَ ۟

بیا يي د اسمان په لور هڅه وکړه، او هغه هسې یو لوګی و. اسمان او ځمکې ته يي وویل: مینځ ته راشئ خوښه مو وي او که ناخوښه، دواړو وویل مونږ د فرمان منونکو په توګه مینځ ته راغلي یو. info
التفاسير: