ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
78 : 40

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّنْ قَبْلِكَ مِنْهُمْ مَّنْ قَصَصْنَا عَلَیْكَ وَمِنْهُمْ مَّنْ لَّمْ نَقْصُصْ عَلَیْكَ ؕ— وَمَا كَانَ لِرَسُوْلٍ اَنْ یَّاْتِیَ بِاٰیَةٍ اِلَّا بِاِذْنِ اللّٰهِ ۚ— فَاِذَا جَآءَ اَمْرُ اللّٰهِ قُضِیَ بِالْحَقِّ وَخَسِرَ هُنَالِكَ الْمُبْطِلُوْنَ ۟۠

او مونږ له تا نه وړاندې ډیر رسولان لیږلي دي چې د ځینو حال مو تاته بیان کړی[۹] او د ځینو مو نه دی بیان کړی. او د یو رسول هم په وس نه وه چې د الله له حکم ا واذن نه پرته کومه معجزه راوړي. او چې کله د الله حکم صادر شو نو په حقه فیصله وشوه او باطل پرستان له زیان سره مخ شول. info

[۹] په قران کریم کې یوازې د ۲۵ پیغمبرانو حال بیان شوی دی( تفسیر ابن کثیر) د سورت النساء ۶۴ایت.

التفاسير: