ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

ص

external-link copy
1 : 38

صٓ وَالْقُرْاٰنِ ذِی الذِّكْرِ ۟ؕ

ص. قسم په پند ورکوونکي قران. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 38

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فِیْ عِزَّةٍ وَّشِقَاقٍ ۟

هغه کسان چې کافران دي، په غرور، لوي او دښمنۍ کې اخته دي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 38

كَمْ اَهْلَكْنَا مِنْ قَبْلِهِمْ مِّنْ قَرْنٍ فَنَادَوْا وَّلَاتَ حِیْنَ مَنَاصٍ ۟

مونږ له دوي نه وړاندې څومره دیرخلک هلاک کړل؟ ډیرې چیغې يې ووهلې خو خلاصون نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 38

وَعَجِبُوْۤا اَنْ جَآءَهُمْ مُّنْذِرٌ مِّنْهُمْ ؗ— وَقَالَ الْكٰفِرُوْنَ هٰذَا سٰحِرٌ كَذَّابٌ ۟ۖۚ

او کافرانو ته د حیرانتیا خبره ښکاري چې خپل یو سړی يې د ډاروونکی په توګه ورته راغلی. او کافران وايې چې دا پیغمبر یو کوډګر درواغجن دی. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 38

اَجَعَلَ الْاٰلِهَةَ اِلٰهًا وَّاحِدًا ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ عُجَابٌ ۟

ایا ډیر معبودان پر یوه خدای بدلوي؟ رښتیا چې دا د تعجب وړ خبره ده. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 38

وَانْطَلَقَ الْمَلَاُ مِنْهُمْ اَنِ امْشُوْا وَاصْبِرُوْا عَلٰۤی اٰلِهَتِكُمْ ۖۚ— اِنَّ هٰذَا لَشَیْءٌ یُّرَادُ ۟ۚ

د هغوی مشران پورته او سره يي وویل: په خپلو خدایانو ټینګ اوسئ. په رښتیا چې دا خبره د یوه هدف[۱۴] لپاره شوې ده. info

[۱۴] چې د محمد صلی الله علیه وسلم تابع شو او یا معنا دا ده چې : په خپلو خدایانو ټینګ شئ او همدغه د کولو کار دی او باید وشي(فتح القدیر)

التفاسير:

external-link copy
7 : 38

مَا سَمِعْنَا بِهٰذَا فِی الْمِلَّةِ الْاٰخِرَةِ ۖۚ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا اخْتِلَاقٌ ۟ۖۚ

دا خبره مونږ په بل دین کې نه اوریدلې. دا پرته له ځانه جوړو شوو درواغو نه بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 38

ءَاُنْزِلَ عَلَیْهِ الذِّكْرُ مِنْ بَیْنِنَا ؕ— بَلْ هُمْ فِیْ شَكٍّ مِّنْ ذِكْرِیْ ۚ— بَلْ لَّمَّا یَذُوْقُوْا عَذَابِ ۟ؕ

ایا په مونږ کې یوازې ده ته پند نازل شو؟بلکې اصلي خبره دا ده چې دو زما د پند په هکله شکمن دي او لاتر اوسه يي زما عذاب نه دی څکلی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 38

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَحْمَةِ رَبِّكَ الْعَزِیْزِ الْوَهَّابِ ۟ۚ

ایا ستا د برلاسي او بخشش والا رب د مهربانیو خزانې د دوی په واک کې دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
10 : 38

اَمْ لَهُمْ مُّلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا ۫— فَلْیَرْتَقُوْا فِی الْاَسْبَابِ ۟

ایا د اسمانونو، ځمکې او په مینځ کې د ټولو څیزونو واکمني ددوی په لاس کې ده؟ که څه واکمني يي ورسره وي نو پورته دې وخیژي؟ info
التفاسير:

external-link copy
11 : 38

جُنْدٌ مَّا هُنَالِكَ مَهْزُوْمٌ مِّنَ الْاَحْزَابِ ۟

دوی له لویو ډلو نه یو کوچنی ټولګی دی چې هلته يي ماتې په برخه ده. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 38

كَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوْحٍ وَّعَادٌ وَّفِرْعَوْنُ ذُو الْاَوْتَادِ ۟ۙ

له دوی نه وړاندې د نوح قوم، عادیانو او د میخونو څښتن فرعون پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 38

وَثَمُوْدُ وَقَوْمُ لُوْطٍ وَّاَصْحٰبُ لْـَٔیْكَةِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ الْاَحْزَابُ ۟

ثمودیانو، د لوط قوم او د ځنګلونو خاوندانو هم پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. هو! هغوی لويي ډلې وې. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 38

اِنْ كُلٌّ اِلَّا كَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ عِقَابِ ۟۠

ټولو رسولان درواغجن ګڼلي وو، نو ځکه پرې عذاب پوخ شو. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 38

وَمَا یَنْظُرُ هٰۤؤُلَآءِ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً مَّا لَهَا مِنْ فَوَاقٍ ۟

او دا خلک د یوې چیغې انتظار وباسي چې بیا به هیڅ مهلت نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 38

وَقَالُوْا رَبَّنَا عَجِّلْ لَّنَا قِطَّنَا قَبْلَ یَوْمِ الْحِسَابِ ۟

او وايي ای زمونږ ربه! زمونږ برخه د حساب له ورځې نه وړاندې په بیړه راکړه. info
التفاسير: