ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

فاطر

external-link copy
1 : 35

اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ فَاطِرِ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ جَاعِلِ الْمَلٰٓىِٕكَةِ رُسُلًا اُولِیْۤ اَجْنِحَةٍ مَّثْنٰی وَثُلٰثَ وَرُبٰعَ ؕ— یَزِیْدُ فِی الْخَلْقِ مَا یَشَآءُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟

د ټولو ستاینو وړ یوازې هغه الله دی چې د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکی او د دوه، دوه، درې، درې او څلورو، څلورو وزرونو والا ملایکو رالیږونکی دی. الله د خپلې خوښې په رڼا کې په پیدایښت کې نور هم ډیروالی کوي. بې شکه چې هغه پر هر څه پیاوړی دی. info
التفاسير: