ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
12 : 32

وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الْمُجْرِمُوْنَ نَاكِسُوْا رُءُوْسِهِمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ ؕ— رَبَّنَاۤ اَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحًا اِنَّا مُوْقِنُوْنَ ۟

او چې ته ووینې چې مجرمان سرښکته د خپل رب په وړاندې ولاړ او وایې:ای زمونږ ربه!مونږ اوس ولیدل،او وامووریدل،نو مونږ بیرته ولیږه.مونږ به شه کارونه وکړو اوس مو پوخ باور راغلی دی. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 32

وَلَوْ شِئْنَا لَاٰتَیْنَا كُلَّ نَفْسٍ هُدٰىهَا وَلٰكِنْ حَقَّ الْقَوْلُ مِنِّیْ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟

که مونږ غوښتلی نو هر چاته به مو په زور لار ښوولې وای خو زما هغه خبره پخه شوه چې ما ویلي وو چې:زه به دوزخ له پيریانو او انسانانو ډک کړم. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 32

فَذُوْقُوْا بِمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا ۚ— اِنَّا نَسِیْنٰكُمْ وَذُوْقُوْا عَذَابَ الْخُلْدِ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

نو اوس یې خوند وڅکئ،ځکه چې تاسې له دې ورځې سره مخامخ کیدل هیر کړي وو.اوس مونږ تاسې هیر کړي یې.د خپلو کړنو په بدل کې د تل پاتې عذاب خوندوڅکئ. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 32

اِنَّمَا یُؤْمِنُ بِاٰیٰتِنَا الَّذِیْنَ اِذَا ذُكِّرُوْا بِهَا خَرُّوْا سُجَّدًا وَّسَبَّحُوْا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟

زمونږ په ایاتونو یوازې هغه خلک ایمان راوړي چې کله هغوی ته پرې نصیحت وشي،نو پړ مخ پریوزي د خپل رب ثنا او ستاینه کوي. او له لویې نه ځانونه ژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 32

تَتَجَافٰی جُنُوْبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَّطَمَعًا ؗ— وَّمِمَّا رَزَقْنٰهُمْ یُنْفِقُوْنَ ۟

اړخونه یې د خوب له بسترو څخه بیلیږي،خپل رب ته د ډار او هیلو په رڼا کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي او څه چې مونږ ورکړي ځینې یې د الله په لار کې لګوي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 32

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّاۤ اُخْفِیَ لَهُمْ مِّنْ قُرَّةِ اَعْیُنٍ ۚ— جَزَآءً بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

هیچا ته معلومه نه ده چې الله پاک یې د سترګو د یخوالي لپاره د دوی د عملونو په رڼا کې کوم څه پټ کړي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 32

اَفَمَنْ كَانَ مُؤْمِنًا كَمَنْ كَانَ فَاسِقًا ؔؕ— لَا یَسْتَوٗنَ ۟

ایا هغه څوک چې مؤمن و د هغه چا په شان و چې قاسق وو؟هیڅ سره برابره دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 32

اَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ فَلَهُمْ جَنّٰتُ الْمَاْوٰی ؗ— نُزُلًا بِمَا كَانُوْا یَعْمَلُوْنَ ۟

کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک عملونه یي کړي دي،د ورتګ ځای یې جنت دی.دا يي د هغو عملونو په بدل کې میلمستیا ده چې دوی به کول. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 32

وَاَمَّا الَّذِیْنَ فَسَقُوْا فَمَاْوٰىهُمُ النَّارُ ؕ— كُلَّمَاۤ اَرَادُوْۤا اَنْ یَّخْرُجُوْا مِنْهَاۤ اُعِیْدُوْا فِیْهَا وَقِیْلَ لَهُمْ ذُوْقُوْا عَذَابَ النَّارِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟

او چا چې فسق خپل کړی ورتګ یې اور ته دی،کله هم چې هغوی ترې د وتلو هڅه وکړي بیرته به پکې ورګرځول کیږي.او ورته ویلی به شي چې اوس د هغه اور د عذاب خوند درواخلئ چې تاسو درواغ ګاڼه. info
التفاسير: