ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
61 : 27

اَمَّنْ جَعَلَ الْاَرْضَ قَرَارًا وَّجَعَلَ خِلٰلَهَاۤ اَنْهٰرًا وَّجَعَلَ لَهَا رَوَاسِیَ وَجَعَلَ بَیْنَ الْبَحْرَیْنِ حَاجِزًا ؕ— ءَاِلٰهٌ مَّعَ اللّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ؕ

څوک دی هغه ذات چې ځمکه يې ارام ځای وګرځوله؟ سیندونه يې پکې وبیول؟ د غرونو میخونه يې پکې ټک وهل؟ او د دوه سیندونو په مینځ کې يې پرده راوسته؟ ایا له الله سره بل خدای شته؟ بلکې د هغوی ډیر خلک ناپوهان دي. info
التفاسير: