ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
44 : 23

ثُمَّ اَرْسَلْنَا رُسُلَنَا تَتْرَا ؕ— كُلَّ مَا جَآءَ اُمَّةً رَّسُوْلُهَا كَذَّبُوْهُ فَاَتْبَعْنَا بَعْضَهُمْ بَعْضًا وَّجَعَلْنٰهُمْ اَحَادِیْثَ ۚ— فَبُعْدًا لِّقَوْمٍ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟

له دی وروسته مونږ په مسلسل ډول خپل استازي ولیږل. هر امت ته به چې پیغمبر ورغې نو درواغجن به يې وباله. نو مونږ هم هغوی یو په بل پسې له مینځه یوړل. چې بالاخره هغوی تشې کیسې شوې. نو لری او بي برخې دې وي هغه خلک چې ایمان نه راوړي. info
التفاسير: