ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
60 : 2

وَاِذِ اسْتَسْقٰی مُوْسٰی لِقَوْمِهٖ فَقُلْنَا اضْرِبْ بِّعَصَاكَ الْحَجَرَ ؕ— فَانْفَجَرَتْ مِنْهُ اثْنَتَا عَشْرَةَ عَیْنًا ؕ— قَدْ عَلِمَ كُلُّ اُنَاسٍ مَّشْرَبَهُمْ ؕ— كُلُوْا وَاشْرَبُوْا مِنْ رِّزْقِ اللّٰهِ وَلَا تَعْثَوْا فِی الْاَرْضِ مُفْسِدِیْنَ ۟

او هغه وخت را په زړه کړه چې موسې ( علیه السلام) د خپل قوم لپاره اوبه وغوښتې مونږ ورته وویل: هغه ډبره په خپله امسا ووهه، کله یې چې ډبره ووهله نو دولس چینې ترې وخوټیدي، هرې ډلې خپله خپله چینه او ګودر وپیژندلو، مونږ ورته وويل: د الله درکړای شوې روزي وخورئ او وڅښئ خو په ځمکه کې د فساد او ګډوډۍ هڅه مه کوئ. info
التفاسير: