ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
236 : 2

لَا جُنَاحَ عَلَیْكُمْ اِنْ طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ مَا لَمْ تَمَسُّوْهُنَّ اَوْ تَفْرِضُوْا لَهُنَّ فَرِیْضَةً ۖۚ— وَّمَتِّعُوْهُنَّ ۚ— عَلَی الْمُوْسِعِ قَدَرُهٗ وَعَلَی الْمُقْتِرِ قَدَرُهٗ ۚ— مَتَاعًا بِالْمَعْرُوْفِ ۚ— حَقًّا عَلَی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

پر تاسې ګناه نشته چې ښځې مو وړاندې له دې چې لاس ور وړئ او یا مهر ورته وټاکئ طلاقې کړئ خو په دې صورت کې به څه خرڅ ورکوئ پراخ لاسی به یې د خپل توان او وسې په اندازه ورکوي، او تنګ لاسی د خپلې وسې په اندازه دا څوری او خرڅ په نیکه توګه د عرف او رواج مطابق پر نیکیو کوونکو باندې لازم شوی دی. info
التفاسير: