ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

external-link copy
33 : 17

وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِیْ حَرَّمَ اللّٰهُ اِلَّا بِالْحَقِّ ؕ— وَمَنْ قُتِلَ مَظْلُوْمًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِیِّهٖ سُلْطٰنًا فَلَا یُسْرِفْ فِّی الْقَتْلِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ مَنْصُوْرًا ۟

او هغه نفس مه وژنئ چې الله يې وژل حرام کړي دي. مګر په حق[۶] سره يي وژلی شئ. او څوک چې مظلوم وژل شوی وي مونږ يي وارث ته د غچ غوښتنې توان [۷] ورکړی دی نو باید په وژنه کې له پولي وانه وړي.[۸] بې له شکه له ده سره کومک کړی شوی دی. info

[۶] فقهاوو دری ځایه ښوولي: الف: قصاص ب: د واده والا چې زنا وکړي ج: مرتد.
[۷] د الله له خوا قانوني حق ورکړ شو او حکومت مکلف دی چې حق يي پوره کړي.
[۸] اسراف یعنې چې د یو پر ځای ډیر ووژنۍ یا د قاتل پر ځای د قاتل د کورنۍ بل غړی ووژنئ ( تفسیر الماوردی).

التفاسير: