ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - សារិហ្វរ៉ាស

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
52 : 15

اِذْ دَخَلُوْا عَلَیْهِ فَقَالُوْا سَلٰمًا ؕ— قَالَ اِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُوْنَ ۟

کله چې ابراهیم ته راغلل نو سلام يې پرې ووایه! ابرهیم وویل: مونږ در نه ډاریږو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 15

قَالُوْا لَا تَوْجَلْ اِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلٰمٍ عَلِیْمٍ ۟

هغوی وویل: ډاریږه مه مونږ د یوه هوښیار هلک زیری درکوو. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 15

قَالَ اَبَشَّرْتُمُوْنِیْ عَلٰۤی اَنْ مَّسَّنِیَ الْكِبَرُ فَبِمَ تُبَشِّرُوْنَ ۟

ابراهیم وویل: ایا سره له دې چې زوړوالي راګیر کړی یم د ځوی زیری راکوئ؟ تاسې لږ وګورئ چې دا څه زیری دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 15

قَالُوْا بَشَّرْنٰكَ بِالْحَقِّ فَلَا تَكُنْ مِّنَ الْقٰنِطِیْنَ ۟

میلمنو وویل: مونږ په حقه زیری درکوو تاسې مایوسه کیږئ مه. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 15

قَالَ وَمَنْ یَّقْنَطُ مِنْ رَّحْمَةِ رَبِّهٖۤ اِلَّا الضَّآلُّوْنَ ۟

ابراهیم وویل: د خپل رب له رحمت نه خو یوازې بې لارې خلک مایوسه کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 15

قَالَ فَمَا خَطْبُكُمْ اَیُّهَا الْمُرْسَلُوْنَ ۟

ابراهیم پوښتنه وکړه چې ای د الله استازو! د کوم کار لپاره راغلي یاست؟ info
التفاسير:

external-link copy
58 : 15

قَالُوْۤا اِنَّاۤ اُرْسِلْنَاۤ اِلٰی قَوْمٍ مُّجْرِمِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل مونږ یوه مجرم قوم ته رالیږلي شوي یو. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 15

اِلَّاۤ اٰلَ لُوْطٍ ؕ— اِنَّا لَمُنَجُّوْهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

ده چې مونږ به ټول ژغورو. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 15

اِلَّا امْرَاَتَهٗ قَدَّرْنَاۤ ۙ— اِنَّهَا لَمِنَ الْغٰبِرِیْنَ ۟۠

خو ښځه يې[۸] نه ځکه مونږ د هغې په هکله پریکړه کړې ده چې په پاتې کیدونکو کې به وي. info

[۸] دا یاد ملایکو خبره ده. او یا د الله . دواړه صحیح دي( فتح القدیر د امام الشوکاني)

التفاسير:

external-link copy
61 : 15

فَلَمَّا جَآءَ اٰلَ لُوْطِ ١لْمُرْسَلُوْنَ ۟ۙ

کله چې استازي د لوط کورنۍ ته راغلل. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 15

قَالَ اِنَّكُمْ قَوْمٌ مُّنْكَرُوْنَ ۟

لوط ورته وویل: تاسو خو نا اشنا خلک يې. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 15

قَالُوْا بَلْ جِئْنٰكَ بِمَا كَانُوْا فِیْهِ یَمْتَرُوْنَ ۟

هغوی وویل: زمونږ انسانان نه بلکې پرښتي یو، او هغه څه مو درته راوړي دي چې ستا قوم پکې شکمن ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 15

وَاَتَیْنٰكَ بِالْحَقِّ وَاِنَّا لَصٰدِقُوْنَ ۟

او مونږ رښتیا وایو چې تا ته مو حق راوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 15

فَاَسْرِ بِاَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ الَّیْلِ وَاتَّبِعْ اَدْبَارَهُمْ وَلَا یَلْتَفِتْ مِنْكُمْ اَحَدٌ وَّامْضُوْا حَیْثُ تُؤْمَرُوْنَ ۟

نو خپله کورنس د شپې په یوه برخه کې روانه او ته هم ورپسې شه او ستاسې یو تن هم باید شاته ونه ګوري او مخامخ همغه لور ته ولاړ شئ چې خکم يي درته کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 15

وَقَضَیْنَاۤ اِلَیْهِ ذٰلِكَ الْاَمْرَ اَنَّ دَابِرَ هٰۤؤُلَآءِ مَقْطُوْعٌ مُّصْبِحِیْنَ ۟

او په دې توګه مو لوط ته خپله اخرنۍ پریکړه واوره وله چې د سهار له ختلو سره جوخت به هغوی ريښې پرې کړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 15

وَجَآءَ اَهْلُ الْمَدِیْنَةِ یَسْتَبْشِرُوْنَ ۟

په همدې ترڅ کې د ښار خلک یو بل ته د زیري ورکولو له خوښۍ سره د لوط کور ته راغلل. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 15

قَالَ اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ ضَیْفِیْ فَلَا تَفْضَحُوْنِ ۟ۙ

لوط ورته وویل دا زما میلمانه دي پام چې رسوا مې نه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 15

وَاتَّقُوا اللّٰهَ وَلَا تُخْزُوْنِ ۟

له الله نه وډار شئ او پام چې سپک مې نه کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 15

قَالُوْۤا اَوَلَمْ نَنْهَكَ عَنِ الْعٰلَمِیْنَ ۟

هغوی وویل: ایا ته مونږ نه وي منع کړی چې له خلکو سره به اړیکې نه ساتې؟ info
التفاسير: