ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

قیامه

external-link copy
1 : 75

لَاۤ اُقْسِمُ بِیَوْمِ الْقِیٰمَةِ ۟ۙ

زه د قيامت په ورځ قسم كوم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 75

وَلَاۤ اُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ۟

او زه پر ملامتوونكي نفس قسم كوم. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 75

اَیَحْسَبُ الْاِنْسَانُ اَلَّنْ نَّجْمَعَ عِظَامَهٗ ۟ؕ

آيا انسان دا ګومان كوي چې موږ به يې هډوكي راټول نه كړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 75

بَلٰى قٰدِرِیْنَ عَلٰۤی اَنْ نُّسَوِّیَ بَنَانَهٗ ۟

ولې نه، موږ خو آن د هغو بندونو (او ګوتو سرونو) پر سم برابرولو ځواکمن يو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 75

بَلْ یُرِیْدُ الْاِنْسَانُ لِیَفْجُرَ اَمَامَهٗ ۟ۚ

خو (منكر) انسان غواړي چې وړاندې هم بدكارونه ترسره كړي. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 75

یَسْـَٔلُ اَیَّانَ یَوْمُ الْقِیٰمَةِ ۟ؕ

پوښتنه كوي: چې د قيامت ورځ به كله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
7 : 75

فَاِذَا بَرِقَ الْبَصَرُ ۟ۙ

نو كله چې سترګې خړې شي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 75

وَخَسَفَ الْقَمَرُ ۟ۙ

او سپوږمۍ توره شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 75

وَجُمِعَ الشَّمْسُ وَالْقَمَرُ ۟ۙ

او لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 75

یَقُوْلُ الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ اَیْنَ الْمَفَرُّ ۟ۚ

په هغه ورځ به (دا) انسان ووايي: د تېښتې ځاى چېرې دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
11 : 75

كَلَّا لَا وَزَرَ ۟ؕ

هيڅكله نه، د پناه ځاى نشته. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 75

اِلٰى رَبِّكَ یَوْمَىِٕذِ ١لْمُسْتَقَرُّ ۟ؕ

هغه ورځ (يوازې) ستا د پالونکي لور ته د تمځاى دى. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 75

یُنَبَّؤُا الْاِنْسَانُ یَوْمَىِٕذٍ بِمَا قَدَّمَ وَاَخَّرَ ۟ؕ

خبر به ورکړی شي انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چې مخکې یې لیږلی دی او وروسته یې پریښی دی. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 75

بَلِ الْاِنْسَانُ عَلٰی نَفْسِهٖ بَصِیْرَةٌ ۟ۙ

بلكې انسان خپله هم پر ځان ليدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 75

وَّلَوْ اَلْقٰى مَعَاذِیْرَهٗ ۟ؕ

كه څه هم (ډېر) عذرونه وړاندې كړي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 75

لَا تُحَرِّكْ بِهٖ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهٖ ۟ؕ

ته پرې ژر ژر ژبه مه خوځوه چې بيړه پرې وكړې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 75

اِنَّ عَلَیْنَا جَمْعَهٗ وَقُرْاٰنَهٗ ۟ۚۖ

بېشكه د هغه جمع كول او پر تا لوستل يې زموږ پر ذمه دي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 75

فَاِذَا قَرَاْنٰهُ فَاتَّبِعْ قُرْاٰنَهٗ ۟ۚ

نو كله چې هغه موږ ولوست، بيايې ته ورپسې لوله. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 75

ثُمَّ اِنَّ عَلَیْنَا بَیَانَهٗ ۟ؕ

بيا په رېښتيا د هغه څرګند بيانول هم پر موږ دي. info
التفاسير: