ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
11 : 71

یُّرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَیْكُمْ مِّدْرَارًا ۟ۙ

آسمان به ډېر وروونكى درباندې راخوشی كړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 71

وَّیُمْدِدْكُمْ بِاَمْوَالٍ وَّبَنِیْنَ وَیَجْعَلْ لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَّیَجْعَلْ لَّكُمْ اَنْهٰرًا ۟ؕ

او په مالونو او زامنو به ستاسو مرسته وكړي، باغونه او ويالې به درته پيدا كړي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 71

مَا لَكُمْ لَا تَرْجُوْنَ لِلّٰهِ وَقَارًا ۟ۚ

پر تاسي څه شوي چې د الله د درناوي عقيده نه لرئ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 71

وَقَدْ خَلَقَكُمْ اَطْوَارًا ۟

حال دا چې تاسې يې په پړاو پړاو پيدا كړي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 71

اَلَمْ تَرَوْا كَیْفَ خَلَقَ اللّٰهُ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ۟ۙ

آيا نه وينئ چې الله په څه ډول لاندې باندې اوه آسمانونه پيدا كړي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 71

وَّجَعَلَ الْقَمَرَ فِیْهِنَّ نُوْرًا وَّجَعَلَ الشَّمْسَ سِرَاجًا ۟

او په هغو كې يې سپوږمۍ روښانه او لمر ډېوه (ځلېدونکی) ګرځولى. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 71

وَاللّٰهُ اَنْۢبَتَكُمْ مِّنَ الْاَرْضِ نَبَاتًا ۟ۙ

او تاسې يې له ځمكې (په يوه خاص ډول) راوټوكولئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 71

ثُمَّ یُعِیْدُكُمْ فِیْهَا وَیُخْرِجُكُمْ اِخْرَاجًا ۟

بيا به مو بېرته هغې ته ورستانه كړي او (بيابه مو ) ترې راوباسې په راویستلو سره. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 71

وَاللّٰهُ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ بِسَاطًا ۟ۙ

او الله ستاسي لپاره ځمكه فرش ګرځولې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 71

لِّتَسْلُكُوْا مِنْهَا سُبُلًا فِجَاجًا ۟۠

چې تاسي يې په پلنو پراخه لارو لاړ شئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 71

قَالَ نُوْحٌ رَّبِّ اِنَّهُمْ عَصَوْنِیْ وَاتَّبَعُوْا مَنْ لَّمْ یَزِدْهُ مَالُهٗ وَوَلَدُهٗۤ اِلَّا خَسَارًا ۟ۚ

نوح علیه السلام وويل: زما پالونکيه! هغوى زما خبره ونه منله او د هغه چا پيروي يې وكړه چې مال او اولاد يې له تاوانه پرته نور څه نه دي ور زيات كړي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 71

وَمَكَرُوْا مَكْرًا كُبَّارًا ۟ۚ

او دسیسه جوړې کړې ده هغوى ډېره لويه دسيسه. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 71

وَقَالُوْا لَا تَذَرُنَّ اٰلِهَتَكُمْ وَلَا تَذَرُنَّ وَدًّا وَّلَا سُوَاعًا ۙ۬— وَّلَا یَغُوْثَ وَیَعُوْقَ وَنَسْرًا ۟ۚ

او هغوى وويل: هيڅكله خپل معبودان مه پرېږدئ او هيڅكله ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر مه پرېږدئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 71

وَقَدْ اَضَلُّوْا كَثِیْرًا ۚ۬— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا ضَلٰلًا ۟

او بېشكه هغوى ډېر خلك بې لارې كړي دي او ته هم دغو ظالمانو ته پرته له بې لاريتوبه نور څه مه ورزياتوه. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 71

مِمَّا خَطِیْٓـٰٔتِهِمْ اُغْرِقُوْا فَاُدْخِلُوْا نَارًا ۙ۬— فَلَمْ یَجِدُوْا لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَنْصَارًا ۟

د (همدې) ګناهونو له امله (اوبو كې) غرق کړی شول او اور ته ننه اېستل شول، بيا يې له الله څوك ژغورونكي مرستندويان ونه موندل. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 71

وَقَالَ نُوْحٌ رَّبِّ لَا تَذَرْ عَلَی الْاَرْضِ مِنَ الْكٰفِرِیْنَ دَیَّارًا ۟

او نوح علیه السلام وويل: زما ربه! له دې كافرانو يو هم پر ځمكه اوسېدونكى مه پرېږده. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 71

اِنَّكَ اِنْ تَذَرْهُمْ یُضِلُّوْا عِبَادَكَ وَلَا یَلِدُوْۤا اِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا ۟

ته كه هغوى پريږدې، په رېښتيا ستا بندګان بې لارې كوي او پرته له بد عمله كافره بل څوك نه زېږوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 71

رَبِّ اغْفِرْ لِیْ وَلِوَالِدَیَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَیْتِیَ مُؤْمِنًا وَّلِلْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ ؕ— وَلَا تَزِدِ الظّٰلِمِیْنَ اِلَّا تَبَارًا ۟۠

زما ربه! ماته بخښنه وكړې، مور او پلار ته مې، هغه چا ته چې ايمان راوړونكى زما كور ته راننوځي او مومنانو نارينه او ښځينه وو ته، او ظالمانو ته له تباهۍ پرته بل څه مه ور زياتوه. info
التفاسير: