ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
196 : 7

اِنَّ وَلِیِّ اللّٰهُ الَّذِیْ نَزَّلَ الْكِتٰبَ ۖؗ— وَهُوَ یَتَوَلَّی الصّٰلِحِیْنَ ۟

بې شكه زما ملاتړ هماغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى او هماغه د صالحانو ساتنه او پالنه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
197 : 7

وَالَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِهٖ لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَكُمْ وَلَاۤ اَنْفُسَهُمْ یَنْصُرُوْنَ ۟

او هغوى چې تاسو يې له هغه پرته رابلئ نه ستاسو څه مرسته كولاى شي او نه د خپلو ځانو څه مرسته كولاى شى. info
التفاسير:

external-link copy
198 : 7

وَاِنْ تَدْعُوْهُمْ اِلَی الْهُدٰی لَا یَسْمَعُوْا ؕ— وَتَرٰىهُمْ یَنْظُرُوْنَ اِلَیْكَ وَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟

او كه سمې لارې ته يې رابلئ نو هم څه نه اوري، او ته يې وينې چې درته ګوري به خو هغوى څه نه ويني. info
التفاسير:

external-link copy
199 : 7

خُذِ الْعَفْوَ وَاْمُرْ بِالْعُرْفِ وَاَعْرِضْ عَنِ الْجٰهِلِیْنَ ۟

(اى پېغمبره !) د تېرېدنې (لار) ونيسه، په ښو چارو امر كوه، او له جاهلانو مخ واړوه. info
التفاسير:

external-link copy
200 : 7

وَاِمَّا یَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّیْطٰنِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللّٰهِ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

او كه د شيطان له لوري دې كومه وسوسه ولمسوي نو په الله پورې پناه وغواړه، يقيناً هماغه پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
201 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ اتَّقَوْا اِذَا مَسَّهُمْ طٰٓىِٕفٌ مِّنَ الشَّیْطٰنِ تَذَكَّرُوْا فَاِذَا هُمْ مُّبْصِرُوْنَ ۟ۚ

بې شكه څوك چې الله نه وېريږي كله چې د شيطان له خوا كومه وسوسه ورورسي، نو (سمدلاسه) متوجه كيږي نو بيا دوى ليدونكي شي. info
التفاسير:

external-link copy
202 : 7

وَاِخْوَانُهُمْ یَمُدُّوْنَهُمْ فِی الْغَیِّ ثُمَّ لَا یُقْصِرُوْنَ ۟

او د هغوى (كافرانو) ورونه (شيطانان) دوى په كږه لار كې راكاږي او بيا هېڅ لنډون (سستي) نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
203 : 7

وَاِذَا لَمْ تَاْتِهِمْ بِاٰیَةٍ قَالُوْا لَوْلَا اجْتَبَیْتَهَا ؕ— قُلْ اِنَّمَاۤ اَتَّبِعُ مَا یُوْحٰۤی اِلَیَّ مِنْ رَّبِّیْ ۚ— هٰذَا بَصَآىِٕرُ مِنْ رَّبِّكُمْ وَهُدًی وَّرَحْمَةٌ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

او كله چې كومه نښانه (آیت) ورته رانه وړې وايي: ولې دې له ځانه جوړه نه كړه ورته وايه: زه خو يوازې د هغه څه متابعت كوم چې له خپله ربه مې راته وحى كيږي، دا (قرآن) ستاسو د رب له خوا د بصيرت روښنايي، لارښوونه او رحمت دى هغو خلكو ته چې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
204 : 7

وَاِذَا قُرِئَ الْقُرْاٰنُ فَاسْتَمِعُوْا لَهٗ وَاَنْصِتُوْا لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

او كله چې قرآن لوستل كيږي نو غوږ ورته كېږدئ، او چوپ اوسئ ښايي چې رحم درباندې وشي. info
التفاسير:

external-link copy
205 : 7

وَاذْكُرْ رَّبَّكَ فِیْ نَفْسِكَ تَضَرُّعًا وَّخِیْفَةً وَّدُوْنَ الْجَهْرِ مِنَ الْقَوْلِ بِالْغُدُوِّ وَالْاٰصَالِ وَلَا تَكُنْ مِّنَ الْغٰفِلِیْنَ ۟

او خپل رب دې په زړه كې له زارۍ او وېرې سره او په ژبه له ورو اواز سره سهاراو ماښامونو كې يادوه او له غافلانو څخه مه كېږه. info
التفاسير:

external-link copy
206 : 7

اِنَّ الَّذِیْنَ عِنْدَ رَبِّكَ لَا یَسْتَكْبِرُوْنَ عَنْ عِبَادَتِهٖ وَیُسَبِّحُوْنَهٗ وَلَهٗ یَسْجُدُوْنَ ۟

بې شكه هغه (ملايكې) چې ستا د رب خوا كې (مقربې) دي، د هغه له عبادته لويي نه كوي، د هغه پاكي وايي او هغه ته سجدې كوي. info
التفاسير: