ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
43 : 68

خَاشِعَةً اَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ؕ— وَقَدْ كَانُوْا یُدْعَوْنَ اِلَی السُّجُوْدِ وَهُمْ سٰلِمُوْنَ ۟

سترګې به يې ټېټې او رسوايي به پرې خپرېدونكې وي. حال دا چې (په دنيا كې) سجدې ته بلل كېدل او هغوى روغ جوړ وو. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 68

فَذَرْنِیْ وَمَنْ یُّكَذِّبُ بِهٰذَا الْحَدِیْثِ ؕ— سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِّنْ حَیْثُ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟ۙ

نو ته ما او هغه څوك سره پرېږده چې دا خبره درواغ ګڼي. موږ به يې داسې په كرار كرار راونيسو چې هغوى به نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 68

وَاُمْلِیْ لَهُمْ ؕ— اِنَّ كَیْدِیْ مَتِیْنٌ ۟

او مهلت وركوم، بېشکه زما تدبير (پلان) ډېر پوخ دى. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 68

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ۚ

آيا ته څه بدله ترې غواړې چې هغوى د تاوان تر پېټي لاندې درانه شوي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 68

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟

يا له هغوى سره د پټو پوهه ده چې هغوى يې ليكي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 68

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوْتِ ۘ— اِذْ نَادٰی وَهُوَ مَكْظُوْمٌ ۟ؕ

نو د خپل رب حكم ته صبر كوه او د ماهی والا غوندې مه كېږه چې نارې يې كړې او له غمه ډك شوى و. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 68

لَوْلَاۤ اَنْ تَدٰرَكَهٗ نِعْمَةٌ مِّنْ رَّبِّهٖ لَنُبِذَ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ مَذْمُوْمٌ ۟

كه د هغه د پالونکي لخوا لورينه ورباندې نه واى شوې نو هرومرو به ملامت شوى په يوه سپېره ډاګ غورځېدلى و. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 68

فَاجْتَبٰىهُ رَبُّهٗ فَجَعَلَهٗ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

خو خپل پالونکي يې غوره کړ او له نېکانو يې وګرځولو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 68

وَاِنْ یَّكَادُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَیُزْلِقُوْنَكَ بِاَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَیَقُوْلُوْنَ اِنَّهٗ لَمَجْنُوْنٌ ۟ۘ

او كله چې هغه کسان چې کفر يې کړی دا نصيحت اوري نو نېږدې وي چې په خپلو سترګو دې له ځايه وښويوي او وايي چې هغه هرومرو لېونى دى. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 68

وَمَا هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟۠

حال دا چې هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له يو پنده بل څه نه دى. info
التفاسير: