ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

external-link copy
13 : 57

یَوْمَ یَقُوْلُ الْمُنٰفِقُوْنَ وَالْمُنٰفِقٰتُ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوا انْظُرُوْنَا نَقْتَبِسْ مِنْ نُّوْرِكُمْ ۚ— قِیْلَ ارْجِعُوْا وَرَآءَكُمْ فَالْتَمِسُوْا نُوْرًا ؕ— فَضُرِبَ بَیْنَهُمْ بِسُوْرٍ لَّهٗ بَابٌ ؕ— بَاطِنُهٗ فِیْهِ الرَّحْمَةُ وَظَاهِرُهٗ مِنْ قِبَلِهِ الْعَذَابُ ۟ؕ

هغه ورځ چې منافقان او منافقانې به مومنانو ته وايي: موږ ته هم (لږ) انتظار وكړئ چې ستاسو له نور څخه څه رڼا واخلو، وبه ويل شي: بېرته وګرځئ او (ځان ته) رڼا ولټوئ! بيا به يې ترمنځ يو دېوال جوړ شي چې دروازه به لري، د ننه به پكې رحمت وي او د بهر خواته يې عذاب. info
التفاسير: