ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
12 : 49

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اجْتَنِبُوْا كَثِیْرًا مِّنَ الظَّنِّ ؗ— اِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ اِثْمٌ وَّلَا تَجَسَّسُوْا وَلَا یَغْتَبْ بَّعْضُكُمْ بَعْضًا ؕ— اَیُحِبُّ اَحَدُكُمْ اَنْ یَّاْكُلَ لَحْمَ اَخِیْهِ مَیْتًا فَكَرِهْتُمُوْهُ ؕ— وَاتَّقُوا اللّٰهَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ تَوَّابٌ رَّحِیْمٌ ۟

اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی! له ډېرو بد ګومانيو ځان وساتئ، پرته له شکه ځينې بد ګومانونه ګناه ده او (د چا عيب) پلټل مه كوئ او يو د بل غيبت مه كوئ، آيا له تاسي كوم يو دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري؟ نو تاسي خو يې بده ګڼئ، بېشكه الله ښه توبه قبلوونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 49

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ اِنَّا خَلَقْنٰكُمْ مِّنْ ذَكَرٍ وَّاُ وَجَعَلْنٰكُمْ شُعُوْبًا وَّقَبَآىِٕلَ لِتَعَارَفُوْا ؕ— اِنَّ اَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللّٰهِ اَتْقٰىكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌ خَبِیْرٌ ۟

اې خلکو! موږ تاسي (ټول) له يو نارينه او ښځې پيدا كړي ياست، او د دې لپاره مو خېلونه او قبيلې وګرځولئ چې سره وپېژنئ، (كنه) بېشکه د الله پر وړاندې ستاسي ډېر عزتمن هغه دى چې ډېر تقوى لرونكى وي، بېشكه الله ښه پوه خبردار دى. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 49

قَالَتِ الْاَعْرَابُ اٰمَنَّا ؕ— قُلْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا وَلٰكِنْ قُوْلُوْۤا اَسْلَمْنَا وَلَمَّا یَدْخُلِ الْاِیْمَانُ فِیْ قُلُوْبِكُمْ ؕ— وَاِنْ تُطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ لَا یَلِتْكُمْ مِّنْ اَعْمَالِكُمْ شَیْـًٔا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

بانډه چيان وايي چې موږ ايمان راوړى، ورته ووايه: تاسي ايمان نه دى راوړی خو داسې وواياست چې مسلمانان شوي يو. او ستاسي زړونو كې ايمان لا نه دى ننوتى او كه د الله او د هغه د رسول خبره ومنئ، نو الله به ستاسي له عملونو هيڅ كم نه كړي بېشكه الله بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 49

اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا بِاللّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ ثُمَّ لَمْ یَرْتَابُوْا وَجٰهَدُوْا بِاَمْوَالِهِمْ وَاَنْفُسِهِمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ هُمُ الصّٰدِقُوْنَ ۟

بېشکه مومنان هغه كسان دي چې پر الله او د هغه پر رسول يې (پوخ) ايمان راوړى وي بيا (هيڅ) شک ونه كړي او د الله په لار كې په خپلو مالو او ځانونو جهاد كوي، همدا خلک رېښتيني دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 49

قُلْ اَتُعَلِّمُوْنَ اللّٰهَ بِدِیْنِكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

ورته ووايه: آيا تاسي الله په خپله ديندارۍ خبروئ؟ حال دا چې الله پر (ټولو) هغو شيانو پوهيږي چې په آسمانونو او ځمكه كې دي او الله پر هر څه ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 49

یَمُنُّوْنَ عَلَیْكَ اَنْ اَسْلَمُوْا ؕ— قُلْ لَّا تَمُنُّوْا عَلَیَّ اِسْلَامَكُمْ ۚ— بَلِ اللّٰهُ یَمُنُّ عَلَیْكُمْ اَنْ هَدٰىكُمْ لِلْاِیْمَانِ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

هغوی پر تا د خپلو مسلمانېدو احسان باروي! ورته ووايه: د خپلې مسلمانۍ احسان پر ما مه اچوئ، بلكې الله احسان درباندې كړى چې د ايمان په لور يې هدايت درته كړى، كه تاسي رښتيني ياست. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 49

اِنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ غَیْبَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ بَصِیْرٌ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟۠

الله په رېښتيا د آسمانونو او ځمكې پر پټو پوهيږي او الله ستاسي د كړو وړو ليدونكى دى. info
التفاسير: