ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
33 : 45

وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا عَمِلُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او د هغو عملونو بدۍ به څرګندې شې چې هغوى به كول او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې راتاوشي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 45

وَقِیْلَ الْیَوْمَ نَنْسٰىكُمْ كَمَا نَسِیْتُمْ لِقَآءَ یَوْمِكُمْ هٰذَا وَمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟

او وبه ويل شي: نن به تاسي همغسې هېر كړو لكه تاسي چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخېدل هېر كړي وو، هستوګنځى مو اور دى او ستاسي لپاره به څوك مرستندويان نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 45

ذٰلِكُمْ بِاَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ اٰیٰتِ اللّٰهِ هُزُوًا وَّغَرَّتْكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَا ۚ— فَالْیَوْمَ لَا یُخْرَجُوْنَ مِنْهَا وَلَا هُمْ یُسْتَعْتَبُوْنَ ۟

دا په دې چې تاسي د الله پر آيتونو ملنډې وهلې او د دنيا ژوند غولولي وئ، نو نن به هغوى نه ترې اېستل كيږي او نه به يې عذر منل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 45

فَلِلّٰهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمٰوٰتِ وَرَبِّ الْاَرْضِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو الله لره ستاينه ده، د آسمانونو او ځمكې رب، د ټولو مخلوقاتو رب. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 45

وَلَهُ الْكِبْرِیَآءُ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟۠

او په آسمانونو او ځمكه كې لويي يوازې هغه لره ده او همغه برلاسى حكمت والا دى. info
التفاسير: