ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
48 : 39

وَبَدَا لَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا وَحَاقَ بِهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

او څه يې چې كړي د هغو بدۍ به ورته راښكاره شي او په كوم شي يې چې ملنډې وهلې هغه به ترې چاپېر شي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 39

فَاِذَا مَسَّ الْاِنْسَانَ ضُرٌّ دَعَانَا ؗ— ثُمَّ اِذَا خَوَّلْنٰهُ نِعْمَةً مِّنَّا ۙ— قَالَ اِنَّمَاۤ اُوْتِیْتُهٗ عَلٰی عِلْمٍ ؕ— بَلْ هِیَ فِتْنَةٌ وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

پس انسان [کافر] ته چې كله څه تكليف ورسيږي، نو موږ رابولي، بيا چې له خپل لوري كوم نعمت وركړو، وايي دا خو يوازې ماته په خپله پوهه راكړل شوي دي، (نه) په اصل كې هغه يو امتحان دى خو ډېری يې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 39

قَدْ قَالَهَا الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ فَمَاۤ اَغْنٰی عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

په تحقیق سره له هغوى مخكې خلكو هم دا بده خبره كړې وه پس دفع نه کړ له دوی څخه هیڅ شی [عذاب] هغه چې دوی یې کسب کاوه. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 39

فَاَصَابَهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ؕ— وَالَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْ هٰۤؤُلَآءِ سَیُصِیْبُهُمْ سَیِّاٰتُ مَا كَسَبُوْا ۙ— وَمَا هُمْ بِمُعْجِزِیْنَ ۟

نو څه يې چې كړي وو د هغو بدۍ ورته ورسېدلې، او له دغو خلكو هم چا چې ظلمونه كړي، د خپلو کړنو بدۍ به زر ورته ورسيږي او هغوى (موږ لره) عاجزوونكي نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 39

اَوَلَمْ یَعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ وَیَقْدِرُ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟۠

آيا نه دي پوهېدلي چې الله چاته وغواړي روزي يې پراخوي او (يايې) كموي؟ بېشكه په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې ايمان راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 39

قُلْ یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اَسْرَفُوْا عَلٰۤی اَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوْا مِنْ رَّحْمَةِ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ یَغْفِرُ الذُّنُوْبَ جَمِیْعًا ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ ۟

ته ورته ووايه: ای زما هغو بندګانو چې پر ځانو يې ظلم كړى د الله له رحمته مه ناهيلي كيږئ، يقيناً الله ټول ګناهونه بخښي بېشكه همغه ډېر بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 39

وَاَنِیْبُوْۤا اِلٰی رَبِّكُمْ وَاَسْلِمُوْا لَهٗ مِنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ ثُمَّ لَا تُنْصَرُوْنَ ۟

او خپل پالونکي ته مو وروګرځئ او هغه ته غاړه كېږدئ مخكې له دې چې عذاب درته راشي بيا به له تاسو سره څه مرسته نه كېږي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 39

وَاتَّبِعُوْۤا اَحْسَنَ مَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْكُمْ مِّنْ رَّبِّكُمْ مِّنْ قَبْلِ اَنْ یَّاْتِیَكُمُ الْعَذَابُ بَغْتَةً وَّاَنْتُمْ لَا تَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

او د هغه غوره شي پيروي كوئ چې د پالونکي لخوا مو درته نازل شوى، مخكې له دې چې ناڅاپه عذاب درته راشي او تاسو خبر هم نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 39

اَنْ تَقُوْلَ نَفْسٌ یّٰحَسْرَتٰی عَلٰی مَا فَرَّطْتُ فِیْ جَنْۢبِ اللّٰهِ وَاِنْ كُنْتُ لَمِنَ السّٰخِرِیْنَ ۟ۙ

چې بیا (ونه) وایي یو نفس: های افسوس؛ چې ما کوتاهي نه وای کړی د الله په طاعت کې او یقینا شان دا دی ومه زه [په دنیا کې] له ملنډو وهونكو څخه. info
التفاسير: