ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

external-link copy
40 : 35

قُلْ اَرَءَیْتُمْ شُرَكَآءَكُمُ الَّذِیْنَ تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؕ— اَرُوْنِیْ مَاذَا خَلَقُوْا مِنَ الْاَرْضِ اَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِی السَّمٰوٰتِ ۚ— اَمْ اٰتَیْنٰهُمْ كِتٰبًا فَهُمْ عَلٰی بَیِّنَتٍ مِّنْهُ ۚ— بَلْ اِنْ یَّعِدُ الظّٰلِمُوْنَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا اِلَّا غُرُوْرًا ۟

ورته وايه: د هغو شریکانو په اړه خبر راکړئ كوم چې تاسي له الله پرته رابولئ، را وښايئ چې هغوى د ځمكې (له شيانو) څه پيدا كړي دي؟ يا يې په آسمانونو كې څه شراكت دى؟ يا موږ هغوى ته كوم كتاب وركړى دى چې هغوى يې په څه دليل ولاړ دي؟ خو نه، په اصل كې دا ظالمان يو بل ته يوازې د دوكې ژمنې وركوي. info
التفاسير: