ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
75 : 23

وَلَوْ رَحِمْنٰهُمْ وَكَشَفْنَا مَا بِهِمْ مِّنْ ضُرٍّ لَّلَجُّوْا فِیْ طُغْیَانِهِمْ یَعْمَهُوْنَ ۟

او كه پر هغوى رحم وكړو او كوم كړاو چې ورباندې پروت دى، هغه ترې لرې كړو، لا به خپله ناړامۍ كې ټينـګ شي، پریشان او لالهانده به وي. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 23

وَلَقَدْ اَخَذْنٰهُمْ بِالْعَذَابِ فَمَا اسْتَكَانُوْا لِرَبِّهِمْ وَمَا یَتَضَرَّعُوْنَ ۟

او بې شکه هغوی مو په عذاب كې راګير كړل، خو نه يې خپل پالونکي ته غاړه كېښوده او نه يې عاجزي وكړه. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 23

حَتّٰۤی اِذَا فَتَحْنَا عَلَیْهِمْ بَابًا ذَا عَذَابٍ شَدِیْدٍ اِذَا هُمْ فِیْهِ مُبْلِسُوْنَ ۟۠

تر دې چې پر هغوى د يوې سختې سزا دروازه ورپرانېزو؛ نو بيا به يو دم پكې ناهيلى وي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 23

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَنْشَاَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ؕ— قَلِیْلًا مَّا تَشْكُرُوْنَ ۟

او دى هماغه ذات دى چې تاسو ته يې غوږونه، سترګې او زړونه پيدا كړي، خو تاسو ډېر لږ شكر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ ذَرَاَكُمْ فِی الْاَرْضِ وَاِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

او هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خپاره كړي ياست او (بيا به) هماغه ته ورغونډېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 23

وَهُوَ الَّذِیْ یُحْیٖ وَیُمِیْتُ وَلَهُ اخْتِلَافُ الَّیْلِ وَالنَّهَارِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟

اوهماغه ذات دى چې ژوندي كوي او مړه كوي او د شپې ورځې اړول د هغه په لاس کې دي؛ نو آيا له عقل کار نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
81 : 23

بَلْ قَالُوْا مِثْلَ مَا قَالَ الْاَوَّلُوْنَ ۟

خو هغوى هماغسې وايي لكه پخوانيو يې چې ويلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 23

قَالُوْۤا ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟

هغوى ویل: آیا كله چې موږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، آیا موږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 23

لَقَدْ وُعِدْنَا نَحْنُ وَاٰبَآؤُنَا هٰذَا مِنْ قَبْلُ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

بې شکه دغه ژمنه له موږ سره هم وشوه او له دې مخکې زموږ له پلرو سره هم، خو دا هماغه د پخوانيو له كيسو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 23

قُلْ لِّمَنِ الْاَرْضُ وَمَنْ فِیْهَاۤ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ورته ووايه! (ښه نو) چا لره دي ځمكه او څه چې پكې دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: الله لره. ورته ووايه: نو آيا تاسو پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
86 : 23

قُلْ مَنْ رَّبُّ السَّمٰوٰتِ السَّبْعِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

ورته ووايه: د اوو آسمانونو او لوى عرش څښتن څوك دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
87 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ اَفَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

ژر به هغوی ووايي: د الله دي، ورته ووايه: نو آيا تاسو نه وېرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 23

قُلْ مَنْ بِیَدِهٖ مَلَكُوْتُ كُلِّ شَیْءٍ وَّهُوَ یُجِیْرُ وَلَا یُجَارُ عَلَیْهِ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

ورته ووايه: كه پوهېږئ څوك دى هغه ذات چې د هر شي واكمني يې په لاس كې ده او هغه پناه وركوي خو د هغه په مقابل كې څوك (چاته) پناه نه شي وركولى. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 23

سَیَقُوْلُوْنَ لِلّٰهِ ؕ— قُلْ فَاَنّٰی تُسْحَرُوْنَ ۟

ژر به ووايي: الله دى، ورته وايه: نو له كومې خوا جادو درباندې كيږي. info
التفاسير: