ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

external-link copy
285 : 2

اٰمَنَ الرَّسُوْلُ بِمَاۤ اُنْزِلَ اِلَیْهِ مِنْ رَّبِّهٖ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ؕ— كُلٌّ اٰمَنَ بِاللّٰهِ وَمَلٰٓىِٕكَتِهٖ وَكُتُبِهٖ وَرُسُلِهٖ ۫— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْ رُّسُلِهٖ ۫— وَقَالُوْا سَمِعْنَا وَاَطَعْنَا غُفْرَانَكَ رَبَّنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟

پېغمبر صلی الله علیه وسلم (پر هغه هدايت) ايمان راوړی دي چې د هغه د رب له خوا پر هغه نازل شوی دى او څوك چې د دې پېغمبر منونكي دي، هغوى هم دا هدايت د زړه په مينه منلى دى، دوى ټولو الله، د هغه پریښتې، د هغه كتابونه او د هغه پېغمبران (علیهم السلام) منلي دي او د هغو وينا دا ده چې: موږ د الله د پېغمبرانو ترمنځ توپير نه كوو، موږ حكم واورېده او اطاعت مو ومانه ای الله! موږ ستا څخه د ګناه بخښنې غوښتنونكي يو او همدا ستا لوري ته زموږ درتګ دى. info
التفاسير: