ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

external-link copy
78 : 16

وَاللّٰهُ اَخْرَجَكُمْ مِّنْ بُطُوْنِ اُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُوْنَ شَیْـًٔا ۙ— وَّجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْاَبْصَارَ وَالْاَفْـِٕدَةَ ۙ— لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او الله تاسو د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حال كې راووېستئ چې په هېڅ هم نه پوهېدئ او هغه تاسو ته غوږونه، سترګې او زړونه دركړل چې شكر وباسئ. info
التفاسير: