ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
111 : 16

یَوْمَ تَاْتِیْ كُلُّ نَفْسٍ تُجَادِلُ عَنْ نَّفْسِهَا وَتُوَفّٰی كُلُّ نَفْسٍ مَّا عَمِلَتْ وَهُمْ لَا یُظْلَمُوْنَ ۟

هغه ورځ چې هر ساكښ به راځي او د خپل ځان لپاره به جګړه كوي او هر چاته به د خپل عمل پوره بدله وركړل شي او په دوى به (هېڅ) ظلم نه كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 16

وَضَرَبَ اللّٰهُ مَثَلًا قَرْیَةً كَانَتْ اٰمِنَةً مُّطْمَىِٕنَّةً یَّاْتِیْهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِاَنْعُمِ اللّٰهِ فَاَذَاقَهَا اللّٰهُ لِبَاسَ الْجُوْعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوْا یَصْنَعُوْنَ ۟

او الله د يو كلي مثال بيانوي چې بې غمه ډاډه پروت و، او له هر لوري پرېمانه روزي ورته راتله خو بيا يې د الله د نعمتونو ناشكري وكړه نو الله د لوږې او ډار خوند وروڅكلو د هغو عملونو په وجه چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 16

وَلَقَدْ جَآءَهُمْ رَسُوْلٌ مِّنْهُمْ فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمُ الْعَذَابُ وَهُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

او دوى ته له خپل قوم څخه يو رسول هم ورغلى و خو دروغجن يې وګڼلو نو عذاب راګير كړل په داسې حال کې چې دوى ظالمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 16

فَكُلُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ حَلٰلًا طَیِّبًا ۪— وَّاشْكُرُوْا نِعْمَتَ اللّٰهِ اِنْ كُنْتُمْ اِیَّاهُ تَعْبُدُوْنَ ۟

نو له هغه څه نه چې الله در روزي كړي دي حلال پاک شيان خورئ، كه چېرې تاسو د هغه (رښتینی) عبادت كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 16

اِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیْرِ وَمَاۤ اُهِلَّ لِغَیْرِ اللّٰهِ بِهٖ ۚ— فَمَنِ اضْطُرَّ غَیْرَ بَاغٍ وَّلَا عَادٍ فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

هغه خو پر تاسو یوازې مرداره، وينه، د خنزير غوښه او هغه څه حرام كړي چې د غير الله نوم پرې اخيستل شوى وي. نو كه څوک مجبور شو نو چى سركښي او زياتى كوونكى نه وي نو بيا الله بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 16

وَلَا تَقُوْلُوْا لِمَا تَصِفُ اَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هٰذَا حَلٰلٌ وَّهٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوْا عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ

او هغه څه ته چې خپله يې ستاسو ژبې په دروغو بيانوي دا حلال او دا حرام مه واياست چې په الله پورې دروغ تړئ، يقيناً هغوى چې الله پورې دروغ تړي (هېڅكله) نه بريالي كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 16

مَتَاعٌ قَلِیْلٌ ۪— وَّلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

دا لږه ګټه اخيستنه ده، بيا به د دوى لپاره دردناک عذاب دى. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 16

وَعَلَی الَّذِیْنَ هَادُوْا حَرَّمْنَا مَا قَصَصْنَا عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ كَانُوْۤا اَنْفُسَهُمْ یَظْلِمُوْنَ ۟

او (خاص) پر يهودو مو هغه څه حرام كړي چې مخكې مو درته بيان كړي دي، او موږ خو څه ظلم نه دى پرې كړى، خپله دوى پر ځانو ظلم كولو. info
التفاسير: