ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

external-link copy
65 : 12

وَلَمَّا فَتَحُوْا مَتَاعَهُمْ وَجَدُوْا بِضَاعَتَهُمْ رُدَّتْ اِلَیْهِمْ ؕ— قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مَا نَبْغِیْ ؕ— هٰذِهٖ بِضَاعَتُنَا رُدَّتْ اِلَیْنَا ۚ— وَنَمِیْرُ اَهْلَنَا وَنَحْفَظُ اَخَانَا وَنَزْدَادُ كَیْلَ بَعِیْرٍ ؕ— ذٰلِكَ كَیْلٌ یَّسِیْرٌ ۟

او كله چې خپل سامان يې پرانستلو نو خپلې پانګې يې بياموندې چې دوى ته واپس شوي دي، هغوى وويل: پلاره نور څه غواړو؟ دغه ده زموږ پانګه چې را واپس شوې ده، نو موږ به خپل كور ته (نوره) غله هم راوړو، د خپل ورور ساتنه به كوو او يو اوښ بار به زيات راوړو، دغه پيمانه ده په آسانۍ سره. info
التفاسير: