ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការបកប្រែជាភាសា Pashto - មជ្ឈមណ្ឌលបកប្រែរ៉ូវ៉ាទ

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
53 : 12

وَمَاۤ اُبَرِّئُ نَفْسِیْ ۚ— اِنَّ النَّفْسَ لَاَمَّارَةٌ بِالسُّوْٓءِ اِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّ رَبِّیْ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

او زه د خپل نفس پاكي نه وايم، نفس خو خامخا پر بدۍ هڅوونكى دى، پرته له هغه چې زما رب ورباندې رحم وكړي، بې شکه زما رب بخښونكى مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 12

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُوْنِیْ بِهٖۤ اَسْتَخْلِصْهُ لِنَفْسِیْ ۚ— فَلَمَّا كَلَّمَهٗ قَالَ اِنَّكَ الْیَوْمَ لَدَیْنَا مَكِیْنٌ اَمِیْنٌ ۟

او باچا وويل: هغه ماته راولئ چې ځان ته یې یوازې کړم، نو كله چې ورسره وغږېده ویې ویل: نن ته موږ سره د ډاډ وړ قدرمن یې. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 12

قَالَ اجْعَلْنِیْ عَلٰی خَزَآىِٕنِ الْاَرْضِ ۚ— اِنِّیْ حَفِیْظٌ عَلِیْمٌ ۟

(يوسف) وويل: (ښه نو) ما د ځمكې پر خزانو وټاكه، زه ډېر پوه ساتونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 12

وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ ۚ— یَتَبَوَّاُ مِنْهَا حَیْثُ یَشَآءُ ؕ— نُصِیْبُ بِرَحْمَتِنَا مَنْ نَّشَآءُ وَلَا نُضِیْعُ اَجْرَ الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او په همدې توګه مو يوسف ته په ځمكه كې ځاى وركړ، چې كوم ځاى به يې خوښ و، هلته به اوسېدلو، چاته مو چې خوښه وي (همدغه شان) خپل رحمت ور رسوو او موږ د نېكانو بدله نه ضايع كوو. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 12

وَلَاَجْرُ الْاٰخِرَةِ خَیْرٌ لِّلَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟۠

او د اّخرت بدله خامخا هغو كسانو ته ډېره غوره ده چې ايمان يې راوړى او ځان به يې (له ګناه) ساتلو. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 12

وَجَآءَ اِخْوَةُ یُوْسُفَ فَدَخَلُوْا عَلَیْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهٗ مُنْكِرُوْنَ ۟

او د يوسف ورونه راغلل او پرې ورننوتل نو هغه دوى وپېژندل خو دوى د يوسف سره نا اشنا وو. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 12

وَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ قَالَ ائْتُوْنِیْ بِاَخٍ لَّكُمْ مِّنْ اَبِیْكُمْ ۚ— اَلَا تَرَوْنَ اَنِّیْۤ اُوْفِی الْكَیْلَ وَاَنَا خَیْرُ الْمُنْزِلِیْنَ ۟

او كله چې یې دوى ته خپل سامان چمتو كړ، ویې ويل: خپل مېرنى ورور مو ماته راولئ، نه ګورئ چې زه پوره پيمانه دركوم او غوره ميلمه پال يم. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 12

فَاِنْ لَّمْ تَاْتُوْنِیْ بِهٖ فَلَا كَیْلَ لَكُمْ عِنْدِیْ وَلَا تَقْرَبُوْنِ ۟

او كه هغه مو رانه وستلو بيا نو ماسره ستاسو لپاره نه پيمانه شته او نه به ماته نږدې راځئ. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 12

قَالُوْا سَنُرَاوِدُ عَنْهُ اَبَاهُ وَاِنَّا لَفٰعِلُوْنَ ۟

دوى وويل: موږ به يې له پلاره غوښتنه وكړو او خامخا د دې كار كوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 12

وَقَالَ لِفِتْیٰنِهِ اجْعَلُوْا بِضَاعَتَهُمْ فِیْ رِحَالِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَعْرِفُوْنَهَاۤ اِذَا انْقَلَبُوْۤا اِلٰۤی اَهْلِهِمْ لَعَلَّهُمْ یَرْجِعُوْنَ ۟

او خپلو مريانو ته يې وويل چې د دوى پانګه بېرته په خپلو څټو (بارونو) كې ورته واچوئ، ښايې دوى يې وپېژني كله چې خپل كور ته ورګرځي او بيا هم راستانه شي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 12

فَلَمَّا رَجَعُوْۤا اِلٰۤی اَبِیْهِمْ قَالُوْا یٰۤاَبَانَا مُنِعَ مِنَّا الْكَیْلُ فَاَرْسِلْ مَعَنَاۤ اَخَانَا نَكْتَلْ وَاِنَّا لَهٗ لَحٰفِظُوْنَ ۟

نو كله چې خپل پلار ته ورستانه شول ويلې اى زموږ پلاره! موږ نه پيمانه ايساره كړی شوې ده نو ورور مو راسره واستوه چې پيمانه واخلو او موږ خامخا د هغه ساتونكي يو. info
التفاسير: