ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

ملک

គោល​បំណងនៃជំពូក:
إظهار كمال ملك الله وقدرته؛ بعثًا على خشيته، وتحذيرًا من عقابه.
د الله د پاچايۍ او ځواک ښکارندوينه؛ د هغه د وېرې او له سزا يې د ځان ساتنې لامل کېدل. info

external-link copy
1 : 67

تَبٰرَكَ الَّذِیْ بِیَدِهِ الْمُلْكُ ؗ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرُ ۟ۙ

د هغه الله خير ډېر زيات او لوی دی چې يوازې د هغه په لاس کې پاچايي ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 67

١لَّذِیْ خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَیٰوةَ لِیَبْلُوَكُمْ اَیُّكُمْ اَحْسَنُ عَمَلًا ؕ— وَهُوَ الْعَزِیْزُ الْغَفُوْرُ ۟ۙ

هغه ذات دی چې مرګ يې پيداکړی او ژوند يې پيداکړی ترڅو اې خلکو! تاسو و ازمويي چې کوم يو مو د عمل له پلوه غوره دی، او هغه داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو د هغه چا بښونکی دی چې توبه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 67

الَّذِیْ خَلَقَ سَبْعَ سَمٰوٰتٍ طِبَاقًا ؕ— مَا تَرٰی فِیْ خَلْقِ الرَّحْمٰنِ مِنْ تَفٰوُتٍ ؕ— فَارْجِعِ الْبَصَرَ ۙ— هَلْ تَرٰی مِنْ فُطُوْرٍ ۟

(الله) هغه ذات دی چې اوه آسمانونه يې پيداکړي، هر آسمان د خپل مخکېني آسمان لپاره يوه داسې طبقه ده چې يو آسمان له بل آسمان سره نه دی لګېدلی.اې ليدونکيه! ته به په هغه څه کې چې الله پيداکړي هيڅ توپير او نا مناسب څه ونه وينې. نو سترګې وغړوه آيا کوم څيرې والی او شلېدل وينې؟! هيڅکله به دا ونه وينې، ته به يوازې پياوړی باوري پيدايښت وينې. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 67

ثُمَّ ارْجِعِ الْبَصَرَ كَرَّتَیْنِ یَنْقَلِبْ اِلَیْكَ الْبَصَرُ خَاسِئًا وَّهُوَ حَسِیْرٌ ۟

بيا دې له يو ځل وروسته دويم ځل سترګې ور واړوه سترګې به دې داسې خوارې در وګرځي چې د آسمان په پيدايښت کې به هيڅ زيان او ګډوډي ونه ويني، هغه به له ليدلو ناتوانه ايسارې وې. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 67

وَلَقَدْ زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِمَصَابِیْحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُوْمًا لِّلشَّیٰطِیْنِ وَاَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِیْرِ ۟

او ځمکې ته نېږدې آسمان مو په رڼا کوونکو ستورو ښايسته کړی، او دغه ستوري مو داسې وېشتونکي ګرځولي چې هغه شيطانان پرې وېشتل کيږي کوم چې په پټه غوږ نيسي، نو سوزي يې او هغوی لره مو په آخرت کې بلېدونکی اور چمتو کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 67

وَلِلَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِرَبِّهِمْ عَذَابُ جَهَنَّمَ ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟

او هغو کسانو لره چې پر خپل پالونکي يې کفر کړی د قيامت په ورځ سور اور دی او ډېر بد د ورتګ ځای دی چې هغوی به ورګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 67

اِذَاۤ اُلْقُوْا فِیْهَا سَمِعُوْا لَهَا شَهِیْقًا وَّهِیَ تَفُوْرُ ۟ۙ

کله چې هغوی په اور کې واچول شي له هغوی به داسې بد سخت آواز واورېدل شي او هغه به داسې خوټيږي لکه دېګ چې خوټيږي.
info
التفاسير:

external-link copy
8 : 67

تَكَادُ تَمَیَّزُ مِنَ الْغَیْظِ ؕ— كُلَّمَاۤ اُلْقِیَ فِیْهَا فَوْجٌ سَاَلَهُمْ خَزَنَتُهَاۤ اَلَمْ یَاْتِكُمْ نَذِیْرٌ ۟

نېږدې ده چې (د دوزخ) ځينې برخې به له ځينو بېلې او جلا شي پر هغه چا د سختې غوسې له امله چې پکې ور ننوځي، هر کله چې يوه ډله له کافرانو پکې ور وغورځول شي، پر هغوی ګومارل شوې پرېښتې به يې د سخت چلند د پوښتنې په ډول پوښتي: آيا تاسو ته په دنيا کې کوم رسول نه و درغلی چې د الله له عذابه يې وېرولي واست؟!. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 67

قَالُوْا بَلٰی قَدْ جَآءَنَا نَذِیْرٌ ۙ۬— فَكَذَّبْنَا وَقُلْنَا مَا نَزَّلَ اللّٰهُ مِنْ شَیْءٍ ۖۚ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ كَبِیْرٍ ۟

او کافرانو وويل: ولې نه، موږ ته رسول راغی چې د الله له عذابه يې وېرولو، خو موږ درواغجن وګڼلو، او ورته ومو ويل: الله هيڅ وحي نه ده را نازله کړې، او اې رسولانو! تاسې يوازې له حقه په لويه لارورکۍ کې ياست. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 67

وَقَالُوْا لَوْ كُنَّا نَسْمَعُ اَوْ نَعْقِلُ مَا كُنَّا فِیْۤ اَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟

او کافران به وايي: که چېرې موږ داسې اورېدلای چې ګټه يې رسولای او يا داسې پوهېدلای چې حق يې له باطله بېلولای؛ نو موږ به په دوزخيانو کې نه و، بلکې پر رسولانو به مو ايمان راوړی و او هغه څه به مو رېښتيا ګڼلی و چې هغوی راوړي وو، او موږ به له جنتيانو وو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 67

فَاعْتَرَفُوْا بِذَنْۢبِهِمْ ۚ— فَسُحْقًا لِّاَصْحٰبِ السَّعِیْرِ ۟

نو هغوی د خپلو ځانو پر خلاف د کفر او درواغ ګڼلو اقرار وکړ، نو هغوی د اور وړ وګرځېدل، او د اور خلکو لره (د الله له لورېيڼې) لېرې والی دی. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 67

اِنَّ الَّذِیْنَ یَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَیْبِ لَهُمْ مَّغْفِرَةٌ وَّاَجْرٌ كَبِیْرٌ ۟

پرته له شکه هغه کسان چې په خپلو پټوځايونو کې له الله وېريږي، هغوی لره يې د ګناهونو بښنه ده، او هغوی لره لويه بدله ده چې هغه جنت دی. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• في معرفة الحكمة من خلق الموت والحياة وجوب المبادرة للعمل الصالح قبل الموت.
د مرګ او ژوند د پيدايښت د پېژندګلوۍ حکمت، له مرګ وړاندې نېک کار ته بيړه کول لازموي. info

• حَنَقُ جهنم على الكفار وغيظها غيرةً لله سبحانه.
پر کافرانو د دوزخ غوسه او سختېدل دا د الله پاک د پاره غيرت دی. info

• سبق الجن الإنس في ارتياد الفضاء وكل من تعدى حده منهم، فإنه سيناله الرصد بعقاب.
له انسانانو مخکې د پېريانو فضاء ته تګ راتګ او له هغوی څخه چې څوک له بريده اوښتي، هغه به د رانیولو په سزا رسي. info

• طاعة الله وخشيته في الخلوات من أسباب المغفرة ودخول الجنة.
د الله پيروي او په پټه له هغه وېره د بښنې او جنت ته د ننتولو له لاملونو څخه دي. info