ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
38 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ۖۗ— وَّمَا مَسَّنَا مِنْ لُّغُوْبٍ ۟

او پرته له شکه موږ آسمانونه پيداکړل، ځمکه مو پيداکړه، او هغه څه چې د آسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، دا مو په شپږو ورځو کې پيداکړل سره له دې چې موږ يې په يوه لحظه کې د پيداکولو توان لرلو، او موږ ته کومه ستړيا ونه رسېده لکه څنګه چې يهود وايي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• الاعتبار بوقائع التاريخ من شأن ذوي القلوب الواعية.
د تاريخ له پېښو پند اخېستل د بيدارو زړونو د څښتنانو شان دی. info

• خلق الله الكون في ستة أيام لِحِكَم يعلمها الله، لعل منها بيان سُنَّة التدرج.
الله ټول کائنات د ځينو حکمتونو له مخې په شپږو ورځو کې پيداکړل چې هغه پرې پوهيږي، کېدای شي يو له هغو دا وي چې کار په تدرج او سوکه سوکه ترسره شي. info

• سوء أدب اليهود في وصفهم الله تعالى بالتعب بعد خلقه السماوات والأرض، وهذا كفر بالله.
د یهودو بې ادبي چې الله تعالی یې د آسمانونو او ځمکې له پېدایښت وروسته په ستړیا موصوف کړ، او دا په الله کفر دی. info