ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
16 : 50

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهٖ نَفْسُهٗ ۖۚ— وَنَحْنُ اَقْرَبُ اِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیْدِ ۟

او پرته له شکه موږ انسان پيدا کړ، او موږ پر هغه څه پوهېږو چې د هغه په زړه کې کوم خيالونه او فکرونه راګرځي، او موږ په غاړه کې له شته هغه رګه هم ور نېږدې يو چې له زړه سره پيوسته دی. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 50

اِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیٰنِ عَنِ الْیَمِیْنِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِیْدٌ ۟

هغه مهال چې دوې پرېښتې د هغه عمل سره يوبل ته ورکوي، يوه يې ښي لوري ته ناسته وي او دويم یې ګيڼ لوري ته ناسته وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 50

مَا یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ اِلَّا لَدَیْهِ رَقِیْبٌ عَتِیْدٌ ۟

هغه هيڅ وينا نه کوي مګر هغه لره يې پر ويلې وينا يوه څارونکې پرېښته حاضره وي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 50

وَجَآءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ؕ— ذٰلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِیْدُ ۟

او د مرګ سختي له داسې حق سره راغله چې هيڅ تېښته ترې نشته، ای بې خبره انسانه! دا هغه څه دي چې ته ترې وروسته کېدې او تښتېدې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 50

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْوَعِیْدِ ۟

او پر پوکي ګومارل شوې پرېښته به په ښکر کې دويم ځل پوکی وکړي، دا د قيامت ورځ ده، د کافرانو او ګناهکارانو لپاره د عذاب د ژمنې ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 50

وَجَآءَتْ كُلُّ نَفْسٍ مَّعَهَا سَآىِٕقٌ وَّشَهِیْدٌ ۟

او هر څوک به داسې راشي چې يوه پرېښته به ور سره وي چې هغه به بيايي، او يوه بله پرېښته به د هغه پر کړنو شاهدي ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 50

لَقَدْ كُنْتَ فِیْ غَفْلَةٍ مِّنْ هٰذَا فَكَشَفْنَا عَنْكَ غِطَآءَكَ فَبَصَرُكَ الْیَوْمَ حَدِیْدٌ ۟

او دغه راوستل شوي انسان ته به وويل شي: پرته له شکه ته په دنيا کې له دغې ورځې په بې پروايی کې وې ځکه ته د خپلو نفسي غوښتنو او خوندونو له امله په دوکه کې وې، نو له تا څخه مو دې بې پروايي لرې کړه د عذاب او سختۍ په ليدلو سره، نو نن دې نظر داسې تېز دی چې هغه څه پرې درک کولای شې چې ترې بې پروا وې. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 50

وَقَالَ قَرِیْنُهٗ هٰذَا مَا لَدَیَّ عَتِیْدٌ ۟ؕ

او له پرېښتو ګومارل شوې ملګرې به يې ووايي: دا څه چې له ما سره دي پرته له کمي او زيادت څخه د هغه حاضر کړی عمل دی. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 50

اَلْقِیَا فِیْ جَهَنَّمَ كُلَّ كَفَّارٍ عَنِیْدٍ ۟ۙ

او الله به دواړو راوستونکې او شاهدي ورکوونکې پرېښتې ته ووايي: هر له حقه نټه کوونکی، هغه لره کينه کښ په جهنم کې وغورځوئ. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 50

مَّنَّاعٍ لِّلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُّرِیْبِ ۟ۙ

د الله له لوري پر هغه د واجب کړي حق زيات ايساروونکی، د الله له پولو اوښتونکی، په هغه څه کې شک کوونکی چې پر کومه ژمنه او وعيد خبر ورکول کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 50

١لَّذِیْ جَعَلَ مَعَ اللّٰهِ اِلٰهًا اٰخَرَ فَاَلْقِیٰهُ فِی الْعَذَابِ الشَّدِیْدِ ۟

هغه تن چې له الله سره يې بل معبود نيولی چې له هغه سره يې په عبادت کې شريکوي، هغه په سخت عذاب کې واچوئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 50

قَالَ قَرِیْنُهٗ رَبَّنَا مَاۤ اَطْغَیْتُهٗ وَلٰكِنْ كَانَ فِیْ ضَلٰلٍۢ بَعِیْدٍ ۟

شیطان ملګری به يې له هغه څخه د بېزارۍ په توګه وايي: ای زموږ پالونکيه! ما نه و لار ورکی کړی، خو هغه په خپله له حقه په لرې لار ورکۍ کې و. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 50

قَالَ لَا تَخْتَصِمُوْا لَدَیَّ وَقَدْ قَدَّمْتُ اِلَیْكُمْ بِالْوَعِیْدِ ۟

الله به وايي: زما په مخکې جګړه مه سره کوئ، په دې کې هيڅ ګټه نشته، ما مخکې په دنيا کې هغه څه درلېږلي وو چې زما رسولان له کوم سخت ګواښ سره هغه چاته ورغلي وو چې له ما يې نټه او سرغړونه کړې وه. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 50

مَا یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَمَاۤ اَنَا بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِیْدِ ۟۠

زما په وړاندې وينا نه شي بدلېدلای، او نه زما ژمنه خلاف کېدای شي، او نه زه پر بندګانو د هغوی له نېکيو په کمولو او بديو کې په زياتولو ظلم کوم، بلکې پر هغه څه به بدله ورکړم چې کړي يې دي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 50

یَوْمَ نَقُوْلُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَاْتِ وَتَقُوْلُ هَلْ مِنْ مَّزِیْدٍ ۟

په کومه ورځ چې موږ جهنم ته ووايو: آيا پر هغه څه ډک شوې کوم کافران او ګناهکاران چې در پکې واچول شول؟ هغه به يې خپل پالونکي ته د زياد څه غوښتنې او خپل پالونکي ته د غوسې په توګه ځواب ورکړي: آيا نور څه شته؟ info
التفاسير:

external-link copy
31 : 50

وَاُزْلِفَتِ الْجَنَّةُ لِلْمُتَّقِیْنَ غَیْرَ بَعِیْدٍ ۟

او هغو کسانو ته به جنت را نېږدې کړل شي چې له خپل پالونکي څخه يې د هغه د امرونو په پر ځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېرېږي، نو هغوی به پکې هغه نعمتونه وويني چې هيڅ به ترې لرې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 50

هٰذَا مَا تُوْعَدُوْنَ لِكُلِّ اَوَّابٍ حَفِیْظٍ ۟ۚ

او هغوی ته به وويل شي: دا هغه څه دي چې الله يې ژمنه درسره کړې ده او د هر خپل پالونکي ته په توبه راګرځېدونکي او هر هغه څه ساتونکي لپاره دي چې پالونکي يې پرې لازم کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 50

مَنْ خَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ وَجَآءَ بِقَلْبٍ مُّنِیْبِ ۟ۙ

څوک چې له الله په پټه وېرېږي داسې چې يوازې الله يې ويني، او له الله سره په داسې پاک زړه مخامخ شي چې پر الله ور مات وي او زيات هغه ته ورګرځېدونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 50

١دْخُلُوْهَا بِسَلٰمٍ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمُ الْخُلُوْدِ ۟

او هغوی ته به وويل شي: جنت ته په داسې ننوتلو سره ننوځئ چې له هغه څه څخه چې تاسو يې نه خوښوئ چې له سلامتيا سره مل وي ، دا داسې د پاتې کېدو ورځ ده چې له هغې وروسته بيا له منځه تلل نشته. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 50

لَهُمْ مَّا یَشَآءُوْنَ فِیْهَا وَلَدَیْنَا مَزِیْدٌ ۟

هغوی لره به پکې هغه نه ختمېدونکي نعمتونه وي چې غواړي يې، او له موږ سره نور زيات داسې نعمتونه دي چې نه سترګو ليدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د چا پر زړه تېر شوي، چې له هغو څخه د الله پاک ليدل هم دي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• علم الله بما يخطر في النفوس من خير وشر.
د الله پر هغه خير او شر پوهېدل چې په زړونو کې را ګرځي. info

• خطورة الغفلة عن الدار الآخرة.
د آخرت له کوره د بې پروايۍ خطرناک کېدل. info

• ثبوت صفة العدل لله تعالى.
د الله تعالی لپاره د عدل د صفت ثابتوالی. info