ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
80 : 5

تَرٰی كَثِیْرًا مِّنْهُمْ یَتَوَلَّوْنَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— لَبِئْسَ مَا قَدَّمَتْ لَهُمْ اَنْفُسُهُمْ اَنْ سَخِطَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ وَفِی الْعَذَابِ هُمْ خٰلِدُوْنَ ۟

ته به وینې –ای پیغمبره- ډیر د کافرانو نه د دې یهودیانو څخه چې خوښوي به کافران او هغوۍ ته به مایله کیږي، او ستا سره او د موحدینو سره به دښمني کوي، ډیر بد دی هغه کار چې دوی پرې اقدام کوي د کافرانو د دوستۍ نه، نو یقینا دا سبب دی د الله تعالی د غصې په دوی باندې، او سبب دی د ننوتلو د دوی اور د جهنم ته همیشه به وي دوی په دې کې، نه به شي وتلی دوی د دې نه هیڅکله. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• ترك الأمر بالمعروف والنهي عن المنكر موجب لِلَّعْنِ والطرد من رحمة الله تعالى.
پریښودل د امر کولو په نیکو باندې او بندول د بدیو نه واجبوونکي دي لپاره د لعنت او د شړلو د الله تعالی له رحمت څخه. info

• من علامات الإيمان: الحب في الله والبغض في الله.
د ایمان له نښو څخه دا دي: مینه کول د الله تعالی لپاره او کینه کول د الله تعالی لپاره. info

• موالاة أعداء الله توجب غضب الله عز وجل على فاعلها.
د الله تعالی د دښمنانو سره دوستي کول سبب ګرځې د غصې د الله تعالی د دې عمل والاو سره. info

• شدة عداوة اليهود والمشركين لأهل الإسلام، وفي المقابل وجود طوائف من النصارى يدينون بالمودة للإسلام؛ لعلمهم أنه دين الحق.
سخته دښمني د یهودیانو او مشرکانو د اسلام والاو سره، او د دې په مقابل کې داسې ډلې شته د نصاراو څخه چې دین ګڼي دوستي کول د اسلام سره؛ د وجې د پوهې د دوی نه چې یقینا دا حق دین دی. info