ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
9 : 4

وَلْیَخْشَ الَّذِیْنَ لَوْ تَرَكُوْا مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّیَّةً ضِعٰفًا خَافُوْا عَلَیْهِمْ ۪— فَلْیَتَّقُوا اللّٰهَ وَلْیَقُوْلُوْا قَوْلًا سَدِیْدًا ۟

او ودې ویریږي هغه کسان چې که چیرته مړه شي دوی او وروسته پریږدي واړه او کمزوري بچي، نو دوی ویریږي پر دوئ باندې د ضایع کیدو نه، نو پس د الله تعالی څخه دې وویریږي د هغه چا باره کې چې د دوی د ولایت لاندې وي په پریښودلو د ظلم سره په دوی باندې، تر دې چې الله تعالی دوی ته برابر کړي هغه څوک چې د دوی له مرګ نه وروسته د دوی د بچو سره نیکي وکړي لکه څرنګه نیکي چې دوی کړې وه، او ښه رویه دې وکړي د هغه چا د بچو باره کې چې د دې وصیت ته حاضریږی چې ښه خبره ورته وکړي برابره د حق سره دا نه چې په خپل وصیت کې د خپلو وارثانو په حق کې ظلم وکړي، او د وصیت په پریښودلو سره دې ځان د خیر څخه هم نه محروموي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• دلت أحكام المواريث على أن الشريعة أعطت الرجال والنساء حقوقهم مراعية العدل بينهم وتحقيق المصلحة بينهم.
د میراث احکام پدې خبره دلالت کوي چې شریعت نارینه او زنانه و ته د هغوی حقونه په عدل او انصاف او د هغوی تر منځه د مصلحت پر بنا ورکړي دي. info

• التغليظ الشديد في حرمة أموال اليتامى، والنهي عن التعدي عليها، وعن تضييعها على أي وجه كان.
د یتیمانو د مالونو د حراموالي باره کې سخت حکم، او د هغوی په مال باندې د تیري کولو نه منع، او منع د هغوی د مال د ضایع کولو نه که په هره طریقه وي. info

• لما كان المال من أكثر أسباب النزاع بين الناس تولى الله تعالى قسمته في أحكام المواريث.
هر کله چې مال د خلکو تر منځ د لانجو غټ سبب دی لدې امله الله رب العزت یې د وېش د احکامو بیانول پخپله وکړل. info