ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
9 : 39

اَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ اٰنَآءَ الَّیْلِ سَاجِدًا وَّقَآىِٕمًا یَّحْذَرُ الْاٰخِرَةَ وَیَرْجُوْا رَحْمَةَ رَبِّهٖ ؕ— قُلْ هَلْ یَسْتَوِی الَّذِیْنَ یَعْلَمُوْنَ وَالَّذِیْنَ لَا یَعْلَمُوْنَ ؕ— اِنَّمَا یَتَذَكَّرُ اُولُوا الْاَلْبَابِ ۟۠

او که هغه څوک چې د الله تعالی منونکی دی د شپې وختونه خپل رب ته سجده کوونکي او ودرېدونکي حالت کې تېروي، د آخرت له عذاب څخه ډارېږي، او خپل رب څخه هیله لري، غوره دی؟ او که هغه کافر چې په سختۍ کې د الله عبادت کوي او په اسانۍ کې پرې کفر کوي، او له الله سره نور شریکان ګرځوي؟! ای رسوله! ته ورته ووایه: آیا هغه کسان چې پوهېږي په هغه څه چې الله پرې واجب کړي د الله د پېژندنې له کبله، او هغه کسان چې دا هېڅ هم نه پېژني؟! بېشکه د دې دواړو ډلو تر منځ توپېر یوازې د سمو عقولونو خاوندان پېژني. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• رعاية الله للإنسان في بطن أمه.
د الله لخوا د مور په ګېډه کې د انسان ساتنه. info

• ثبوت صفة الغنى وصفة الرضا لله.
الله لره د بې پرواهۍ او خوښۍ د صفتونو ثبوت. info

• تعرّف الكافر إلى الله في الشدة وتنكّره له في الرخاء، دليل على تخبطه واضطرابه.
د کافر لخوا د سختۍ پر مهال د الله پېژندنه او د آسانۍ پر مهال د هغه نه پېژندل د ده د ګډوډۍ او د (عقل) د اختلال دلیل دی. info

• الخوف والرجاء صفتان من صفات أهل الإيمان.
وېره او هیله د ایمان والاوو د صفتونو څخه دوه صفتونه دي. info