ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
22 : 39

اَفَمَنْ شَرَحَ اللّٰهُ صَدْرَهٗ لِلْاِسْلَامِ فَهُوَ عَلٰی نُوْرٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— فَوَیْلٌ لِّلْقٰسِیَةِ قُلُوْبُهُمْ مِّنْ ذِكْرِ اللّٰهِ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

آیا نو د چا سینه چې الله تعالی د اسلام لپاره پرانیستې وي، او لارښوونه یې ورته شوې وي، او د خپل رب لخوا په دلیل هم وي، د هغه چا په شان دی چې زړه یې د الله له یاد څخه سخت وي؟! هېڅکله سره برابر نه دي، نو ژغورنه خو د لارموندونکو لپاره ده، او تاوان د هغو لپاره دی چې زړونه یې د الله له یاد څخه سخت شوي وي، همدوی د حق څخه (لیرې) په ښکاره بې لارېتوب کې دي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• أهل الإيمان والتقوى هم الذين يخشعون لسماع القرآن، وأهل المعاصي والخذلان هم الذين لا ينتفعون به.
د ایمان او تقوی خاوندان هغه خلک دي چې د قرآن په اورېدلو عاجزي کوي، او د ګناهونو او رسوایي خاوندان هغه خلک دي چې ترې ګټه نه اخلي. info

• التكذيب بما جاءت به الرسل سبب نزول العذاب إما في الدنيا أو الآخرة أو فيهما معًا.
په هغه څه تکذیب کول چې رسولانو راوړي په دنیا یا په آخرت او یا دواړو کې د عذاب د نازلېدو لامل دی. info

• لم يترك القرآن شيئًا من أمر الدنيا والآخرة إلا بيَّنه، إما إجمالًا أو تفصيلًا، وضرب له الأمثال.
قرآن د دنیا او آخرت له کارونو څخه له بیانولو پرته هېڅ هم ندي پرېښي، یا لنډ (اجمالي) او یا اوږد (تفصیلي)، او ورته یې بېلګې بیان کړې دي. info