ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
68 : 36

وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او د هغو خلکو چې ژوند اوږدوو د عمر په اوږدولو نو د کمزورتیا دورې ته یې راګرځوو، نو آیا په خپلو عقلونو کې سوچ نه وهي؟ او نه مومي چې دا کور تلپاتې کور نه دی، او بېشکه تلپاتې کور خو د آخرت کور دی. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• في يوم القيامة يتجلى لأهل الإيمان من رحمة ربهم ما لا يخطر على بالهم.
د قیامت په ورځ به د ایمان خاوندانو ته د خپل رب له رحمت څخه هغه څه څرګند شي چې د دوی په ذهن کې به نه راتلل. info

• أهل الجنة مسرورون بكل ما تهواه النفوس وتلذه العيون ويتمناه المتمنون.
جنتیان په ټولو هغو شیانو چې زړونه یې غواړي او سترګې ترې خوند اخلي او هیله کوونکي یې هیله لري خوشاله وي. info

• ذو القلب هو الذي يزكو بالقرآن، ويزداد من العلم منه والعمل.
د زړه خاوند هغه دی چې په قرآن پاکېږي، او د هغه څخه خپل علم او عمل زیاتوي. info

• أعضاء الإنسان تشهد عليه يوم القيامة.
د انسان غړي پر هغه د قیامت په ورځ شاهدي وایي. info