ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
47 : 34

قُلْ مَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ فَهُوَ لَكُمْ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۚ— وَهُوَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدٌ ۟

ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: ما که تاسو ته په راوړې لارښوونه او خير له تاسو د کومې بدلې او مزدورۍ غوښتنه کړې وي د شتون په صورت کې، هغه دې تاسو لره وي، زما بدله يوازې پر يو الله ده، او هغه پاک ذات پر هرڅه شاهد دی، او هغه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې ما تاسو ته رسونه وکړه، او ستاسو پر کړنو شاهدي ورکوي، نو بشپړه جزا به يې درکړي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• التقليد الأعمى للآباء صارف عن الهداية.
د پلرونو ړنده پيروي له لارښوونې ګرځوونکې ده. info

• التفكُّر مع التجرد من الهوى وسيلة للوصول إلى القرار الصحيح، والفكر الصائب.
له هوس خالي فکر کول صحيح پرېکړې او سم فکر لوري ته د رسېدو لاره ده. info

• الداعية إلى الله لا ينتظر الأجر من الناس، وإنما ينتظره من رب الناس.
د الله لوري ته بلونکی له خلکو څخه د بدلې انتظار نه کوي او هغه يوازې د خلکو له پالونکي څخه دبدلې انتظار کوي. info