ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
20 : 31

اَلَمْ تَرَوْا اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ وَاَسْبَغَ عَلَیْكُمْ نِعَمَهٗ ظَاهِرَةً وَّبَاطِنَةً ؕ— وَمِنَ النَّاسِ مَنْ یُّجَادِلُ فِی اللّٰهِ بِغَیْرِ عِلْمٍ وَّلَا هُدًی وَّلَا كِتٰبٍ مُّنِیْرٍ ۟

آیا تاسو نه دي لېدلي -ای خلکو- چې بېشکه الله پاک تاسو ته له هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي ګټه پورته کول آسانه کړي دي، له لمر او سپوږمئ او ستورو څخه، او همدا راز یې درته آسانه کړي هغه څه چې په ځمکه کې دي د ځناورو ونو او ګیاوو څخه، او بشپړه کړې یې دي پر تاسو خپل ښکاره نعمتونه؛ لکه د څېرې ښایست او د بڼې ښکلا، او پټ (نعمتونه) لکه عقل او پوهه، او د دې نعمتونو سره هم ځینې له خلکو هغه دي چې ناندرې وهي د الله په توحید کې پرته د الله وحی ته له مستند دلیل څخه، او یا روښانه عقل، او نه کوم څرګند کتاب چې د الله لخوا نازل وي. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 31

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّبِعُوْا مَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا بَلْ نَتَّبِعُ مَا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا ؕ— اَوَلَوْ كَانَ الشَّیْطٰنُ یَدْعُوْهُمْ اِلٰی عَذَابِ السَّعِیْرِ ۟

او کله چې د الله د یووالي په اړه دې ناندرې کوونکو ته وویل شي: تابعداري وکړئ د هغې وحی چې الله په خپل پېغمبر نازله کړې ده، دوی وایي: مونږ یې تابعداري نه کوو، بلکې د هغه څه تابعداري کوو چې مونږ پرې خپل مشران موندلي چې هغه دالهوباطلو بندګي ده،.ایا تابعداري کوي دوی دخپلومشرانو اګرکه بلي دوی لره شیطان-په سبب دبې لارې کولوددوی په عبادت دبوتانو-عذاب دجهنم ته په ورځ دقیامت! info
التفاسير:

external-link copy
22 : 31

وَمَنْ یُّسْلِمْ وَجْهَهٗۤ اِلَی اللّٰهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقٰی ؕ— وَاِلَی اللّٰهِ عَاقِبَةُ الْاُمُوْرِ ۟

او څوک چې الله ته په داسې حال کې ور مخامخ شو چې په عبادت کې اخلاصمند وو او په عمل کې ښایسته کوونکی وو[نظر یې په الله لګیده] نو بېشکه ده هغه څه کلک ونیول چې د ژغورنې هیله ترې کېږي او د پرې کېدلو ویره یې نه وي، او یوازې الله ته د کارونو ورګرځېدل دي، پس هر چا ته د هغه وړ بدله ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 31

وَمَنْ كَفَرَ فَلَا یَحْزُنْكَ كُفْرُهٗ ؕ— اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ فَنُنَبِّئُهُمْ بِمَا عَمِلُوْا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلِیْمٌۢ بِذَاتِ الصُّدُوْرِ ۟

او څوک چې کافر شو نو د هغه کفر دې تا خپه نه کړي -ای پېغمبره- یوازې مونږ ته یې د قیامت په ورځ راګرځېدل دي، نو مونږ به یې په هغه بدو کړنو خبر کړو چې په دنیا کې یې کولې، او بدله به پرې ورکړو، بېشکه الله پوهه دی په هغه څه چې سینو کې دي، د هغې څخه ترې هېڅ نه پټېږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 31

نُمَتِّعُهُمْ قَلِیْلًا ثُمَّ نَضْطَرُّهُمْ اِلٰی عَذَابٍ غَلِیْظٍ ۟

ګټه به ورکړو لږه موده په ورکولو د هغو خوندونو چې په دنیا کې یې ورکوو، بیا به یې د قیامت په ورځ سخت عذاب ته را کش کړو چې د اور عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 31

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او که چېرته له دغو مشرکانو پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- چې آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ خامخا به ووایي: دا ټول الله پېدا کړي؟ ته ورته ووایه: ستاینه هغه ذات لره ده چې پر تاسو یې حجت څرګند کړ، بلکې زیاتره یې د ناپوهۍ له کبله نه پوهېږي چې څوک د ستاینې وړ دی. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 31

لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ هُوَ الْغَنِیُّ الْحَمِیْدُ ۟

یوازې الله لره هغه څه دي چې په اسمانونو او زمکه کې دي په پېدایښت، ملکیت او سمبالښت کې، بېشکه الله د ټولو مخلوقاتو څخه بې پروا دی، په دنیا او آخرت کې ستایل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 31

وَلَوْ اَنَّمَا فِی الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ اَقْلَامٌ وَّالْبَحْرُ یَمُدُّهٗ مِنْ بَعْدِهٖ سَبْعَةُ اَبْحُرٍ مَّا نَفِدَتْ كَلِمٰتُ اللّٰهِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَزِیْزٌ حَكِیْمٌ ۟

او که پر ځمکه کې چې څومره ونې دي هغه پرې شي او قلمونه ترې جوړ شي، او سمندر ورته رنګ شي، او که اووه سمندرونه یې مرسته وکړي، نو د الله خبرې به خلاصې نه شي ځکه چې نه ختمېدونکي دي، بېشکه الله تعالی برلاسی دی چې هېڅوک پرې غالب کېدلای نه شي، حکمت والا دی په پېدایښت او سمبالښت کې. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 31

مَا خَلْقُكُمْ وَلَا بَعْثُكُمْ اِلَّا كَنَفْسٍ وَّاحِدَةٍ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ بَصِیْرٌ ۟

نه دی پېدایښت ستاسو -ای خلکو- او نه ستاسو پاڅون د قیامت په ورځ د حساب او بدلې لپاره په آسانتیا کې مګر په څېر د پېدایښت د یو کس او پاڅون د هغه، بېشکه الله تعالی اورېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي اورېدل د یو غږ د اورېدلو د بل غږ څخه، لېدونکی دی چې نه یې مشغوله کوي کتل د یو شي د کتلو د بل شي څخه، او همدا راز یې نه مشغوله کوي پېدایښت د یو کس او یا پاڅون د هغه د پېدایښت او پاڅون د بل کس څخه. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• نعم الله وسيلة لشكره والإيمان به، لا وسيلة للكفر به.
د الله تعالی نعمتونه د هغه د شکر ویستلو وسیله ده نه په هغه د کفر کولو. info

• خطر التقليد الأعمى، وخاصة في أمور الاعتقاد.
د ړوند تقلید کولو خطر، او په ځانګړي ډول په عقېدوي چارو کې. info

• أهمية الاستسلام لله والانقياد له وإحسان العمل من أجل مرضاته.
الله تعالی ته د تسلیمېدو او غاړه ایښودلو ارزښت، او د هغه د رضا لپاره د عمل ښایسته کول. info

• عدم تناهي كلمات الله.
د الله تعالی د کلماتو (وینا) نه ختمېدل او بې پایي. info