ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
174 : 3

فَانْقَلَبُوْا بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّٰهِ وَفَضْلٍ لَّمْ یَمْسَسْهُمْ سُوْٓءٌ ۙ— وَّاتَّبَعُوْا رِضْوَانَ اللّٰهِ ؕ— وَاللّٰهُ ذُوْ فَضْلٍ عَظِیْمٍ ۟

نو پس راوګرځیدل دا مومنان وروسته د وتلو د دوی نه حمراء الاسد ته په لوی ثواب سره د الله تعالی له طرفه، او په زیاتوالي د درجو کې، او په بچ کېدلو د دوی د دښمن څخه چې هیڅ قسم مرګ او زخم ورته ونه رسیده، او دوی تابعداري وکړه د هغه څه چې الله تعالی پرې د دوی نه خوشحالیږي چې د هغه په تابعدارۍ باندې لزوم کول او د نافرمانۍ څخه يې ځان ساتل دي، او الله تعالی د لوی فضل خاوند دی په خپلو مؤمنو بندګانو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
175 : 3

اِنَّمَا ذٰلِكُمُ الشَّیْطٰنُ یُخَوِّفُ اَوْلِیَآءَهٗ ۪— فَلَا تَخَافُوْهُمْ وَخَافُوْنِ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

بیشکه ستاسو ویروونکی شیطان و، چې تاسو په خپلو ملګرو او دوستانو سره ویروي، نو بس تاسو د هغوی څخه مه کمزوري کیږئ، ځکه چې د هغوی د ګناه نه په اړولو او یا په نیکیو باندې قوت ورکولو کې څه واک نشته، او یوازې د الله تعالی څخه وویریږئ په همیشوالي د هغه د تابعدارۍ، که چیرته تاسو په هغه باندې رښتیا ایمان لرونکي یاست. info
التفاسير:

external-link copy
176 : 3

وَلَا یَحْزُنْكَ الَّذِیْنَ یُسَارِعُوْنَ فِی الْكُفْرِ ۚ— اِنَّهُمْ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ؕ— یُرِیْدُ اللّٰهُ اَلَّا یَجْعَلَ لَهُمْ حَظًّا فِی الْاٰخِرَةِ ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِیْمٌ ۟

او غمجن دې نه کړي تالره -ای پیغمبره- هغه کسان چې منډي وهي په کارونو د کفر کې؛ اوړیدونکي په خپلو پوندو باندې د نفاق والاو څخه، بیشکه دوی چې دي هیڅکله نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي چې لرې کوی يې په الله تعالی باندې له ایمان څخه او لرې کوي یې د هغه د تابعدارۍ څخه، غواړی الله تعالی د دوی په شرمولو سره او په نه ورکولو د توفیق سره دا خبره چې نه وي د دوی لپاره هیڅ برخه د اخرت په نعمتونو کې، او د دوی لپاره به په آخرت کې غټ عذاب وي په اور د جهنم کې. info
التفاسير:

external-link copy
177 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ اشْتَرَوُا الْكُفْرَ بِالْاِیْمَانِ لَنْ یَّضُرُّوا اللّٰهَ شَیْـًٔا ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

بیشکه هغه کسان چې اخیستی یې دی کفر په مقابل ایمان کې هیڅکله ضرر نشي رسولی الله تعالی ته هیڅ قسم ضرر، بلکه دوی خپلو ځانونو ته ضرر رسوي، او د دوی لپاره په آخرت کې دردناک عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
178 : 3

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اَنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ خَیْرٌ لِّاَنْفُسِهِمْ ؕ— اِنَّمَا نُمْلِیْ لَهُمْ لِیَزْدَادُوْۤا اِثْمًا ۚ— وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟

او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې کفر یې کړی دی په خپل رب، او ضد یې کړی د هغه د شریعت سره، چې بیشکه دوی ته مهلت ورکول او اوږدول د عمر د دوی سره د هغه کفر نه چې دوی پکې دي غوره دی د دوی لپاره، خبره داسې نده لکه څرنګه چې دوی ګمان کوي، بلکه مونږ مهلت ورکوو دوی لره د دې لپاره چې زیات کړي دوی ګناه لره په ډیروالي د نافرمانیو د پاسه د ګناهونو د دوی، او د دوی لپاره ذلیلوونکی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
179 : 3

مَا كَانَ اللّٰهُ لِیَذَرَ الْمُؤْمِنِیْنَ عَلٰی مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ حَتّٰی یَمِیْزَ الْخَبِیْثَ مِنَ الطَّیِّبِ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُطْلِعَكُمْ عَلَی الْغَیْبِ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ یَجْتَبِیْ مِنْ رُّسُلِهٖ مَنْ یَّشَآءُ ۪— فَاٰمِنُوْا بِاللّٰهِ وَرُسُلِهٖ ۚ— وَاِنْ تُؤْمِنُوْا وَتَتَّقُوْا فَلَكُمْ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟

د الله تعالی د حکمت څخه دا ندي چې تاسو پریږدي -ای مومنانو- په هغه حال کې چې تاسو پکې یاست د ګډوډوالي نه د منافقانو سره او فرق دی نه وي ستاسو تر منځ، او ښکاره دې نه وي ریښتوني مومنان، تر دې پوري چې جدا کړي تاسو په مختلف قسم تکلیفونو او ازمیښتونو، چې ښکاره کړي پاک مومن د خبیث منافق څخه. او د الله تعالی له حکمت څخه دا ندي چې تاسو ټول په غیبو باندې خبر کړي نو بس تاسو به د مومن او منافق ترمنځ فرق وکړئ، بلکه الله تعالی غوره کوي د خپلو پیغمبرانو څخه چالره چې وغواړي، نو پس خبروي يې په ځینو غیبو باندې؛ لکه څرنګه چې خبر کړی و الله تعالی محمد -صلی الله علیه وسلم- د منافقانو په حال باندې، نو بس تاسو ریښتوني کړئ خپل ایمانونه په الله تعالی او د هغه په رسول باندې، او که تاسو رښتیا ایمان راوړئ او د الله تعالی څخه وویریږئ د هغه د اوامرو په عملی کولو سره او د هغه له منهیاتو څخه په ځان ساتلو سره نو ستاسو لپاره به د الله تعالی په نیز ډیر لوی ثواب وی. info
التفاسير:

external-link copy
180 : 3

وَلَا یَحْسَبَنَّ الَّذِیْنَ یَبْخَلُوْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمُ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ هُوَ خَیْرًا لَّهُمْ ؕ— بَلْ هُوَ شَرٌّ لَّهُمْ ؕ— سَیُطَوَّقُوْنَ مَا بَخِلُوْا بِهٖ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— وَلِلّٰهِ مِیْرَاثُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ خَبِیْرٌ ۟۠

او ګمان دې نه کوي هغه کسان چې بخل کوي په هغه څه کې چې الله تعالی دوی ته کوم نعمتونه د خپلې مهربانۍ له مخې ورکړي دي، نو پس دوی بندوي پدې کې حق د الله تعالی، دوی دې دا ګمان نه کوي چې دا به د دوی لپاره خیر وي، بلکه دا د دوی لپاره شر دی؛ ځکه هغه څه چې دوی پکې بخل کوي شي به غاړکۍ؛ اچول کیږی به د قیامت په ورځ د دوی په غاړو کې عذاب، به ورته پري ورکول کیږي، او یوازې الله تعالی ته به ورګرځول کیږي ټول هغه څه چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، او همدغه الله تعالی همیشه ژوندی ذات دی وروسته د ختمیدلو د ټولو مخلوقاتو څخه، او الله تعالی پوهه دی په هغو باریکو کارونو چې تاسو یې کوئ، او خامخا به درله پرې بدله درکړي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• ينبغي للمؤمن ألا يلتفت إلى تخويف الشيطان له بأعوانه وأنصاره من الكافرين، فإن الأمر كله لله تعالى.
مومن لره پکار دي چې د شیطان ویرې ورکولو ته ونه ګوري چې هغه یې په خپلو کافرانو دوستانو او مددګارانو سره ویروي، ځکه چې ټول کارونه د الله تعالی په واک کې دي. info

• لا ينبغي للعبد أن يغتر بإمهال الله له، بل عليه المبادرة إلى التوبة، ما دام في زمن المهلة قبل فواتها.
بنده لره مناسب ندي چې دې ته د الله تعالی په مهلت ورکولو سره مغرور شي، بلکه دا باید په بیړه سره توبه وباسي، تر څو چې دا د مهلت په وخت کې وي مخکې لدې نه چې وخت ترې تیر شي. info

• البخيل الذي يمنع فضل الله عليه إنما يضر نفسه بحرمانها المتاجرة مع الله الكريم الوهاب، وتعريضها للعقوبة يوم القيامة.
هغه بخیل چې منع کوي هغه فضل چې دې باندې الله تعالی کړی دی یقینا دا پدې سره خپل ځان ته ضرر رسوي په محرمولو د خپل ځان له تجارت کولو د الله تعالی سره، چې ډیر سخي ذات دی او ډیر مال ورکوونکی ذات دی، او په مخامخ کولو د ځان خپل د قیامت په ورځ د عذاب سره. info