ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
27 : 29

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او ابراهيم ته مو اسحاق او د هغه زوی يعقوب ورکړل، او په اولاد کې مو يې نبوت او د الله له لوري نازل شوي کتابونه ور په برخه کړل، او په دنيا کې مو پر حق د صبر کولو ثواب ورکړ چې اولاد مو يې نېک کړ او ستاينه مو ور په برخه کړه، او په آخرت کې به هغه ته د نېکانو بدله ورکول کيږي، او په دنيا کې چې څه ورکړل شوي د هغو له امله به په آخرت کې هغه څه ترې کم نه کړل شي چې کومه ښه بدله په آخرت کې ورته چمتو کړل شوې ده. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• عناية الله بعباده الصالحين حيث ينجيهم من مكر أعدائهم.
د الله پاملرنه خپلو نېکو بندګانو ته يې چې د دښمنانو له مکر څخه يې ژغوري. info

• فضل الهجرة إلى الله.
د الله لوري ته د هجرت فضيلت. info

• عظم منزلة إبراهيم وآله عند الله تعالى.
د الله په وړاندې د ابراهيم او د هغه د پيروانو د مقام لوی والی. info

• تعجيل بعض الأجر في الدنيا لا يعني نقص الثواب في الآخرة.
په دنيا کې د ثواب د يوې برخې په بيړه ورکړه دا معنا نه لري چې په آخرت کې به يې ثواب کم وي. info

• قبح تعاطي المنكرات في المجالس العامة.
په عامه مجلسونو کې د ناوړه کارونو ترسره کولو بدوالی. info