ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
53 : 29

وَیَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَلَوْلَاۤ اَجَلٌ مُّسَمًّی لَّجَآءَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— وَلَیَاْتِیَنَّهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

ای پېغمبره! مشرکان پر تا د هغه عذاب بیړه کوي چې تا ترې ویرولي، او که چېرې الله تعالی عذاب لپاره وخت نه وی ټاکلی چې نه وروسته کېږي او نه مخکې کېږي نو خامخا به ورته هغه عذاب راغلی وو کوم یې چې غوښتی، او خامخا به دوی ته ناڅاپه راشي په داسې حال کې چې دوی یې هیله نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 29

یَسْتَعْجِلُوْنَكَ بِالْعَذَابِ ؕ— وَاِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِیْطَةٌ بِالْكٰفِرِیْنَ ۟ۙ

بیړه کوي دوی پر تا د هغه عذاب چې تا ورسره ژمنه کړې، او بېشکه هغه جهنم چې الله تعالی یې کافرانو سره ژمنه کړې له دوی را چاپېرېدونکی دی، د دې له عذاب څخه نشي تښتېدلی. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 29

یَوْمَ یَغْشٰىهُمُ الْعَذَابُ مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ اَرْجُلِهِمْ وَیَقُوْلُ ذُوْقُوْا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

هغه ورځ چې پر دوی له پاسه عذاب راخپور شي، او د دوی د پښولاندې فرش وګرځي، او الله تعالی د زورنې په توګه ورته ووایي: د هغه شرک او ګناهونو خوند وڅکې چې تاسو کول. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 29

یٰعِبَادِیَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنَّ اَرْضِیْ وَاسِعَةٌ فَاِیَّایَ فَاعْبُدُوْنِ ۟

ای زما هغو بندګانو چې پر ما یې ایمان راوړی، د هغې ځمکې څخه هجرت وکړئ چې تاسو پکې زما د عبادت وس نلرئ، بېشکه زما ځمکه پراخه ده، یوازې زما عبادت وکړئ، او ما سره هېڅوک شریک مه نیسئ. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 29

كُلُّ نَفْسٍ ذَآىِٕقَةُ الْمَوْتِ ۫— ثُمَّ اِلَیْنَا تُرْجَعُوْنَ ۟

او د مرګ څخه وېره دې تاسو له هجرت څخه نه منع کوي، هر ساکښ د مرګ څکونکی دی، بیا یوازې مونږ ته د قیامت په ورځ حساب او بدلې ورکولو لپاره راګرځئ. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 29

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ مِّنَ الْجَنَّةِ غُرَفًا تَجْرِیْ مِنْ تَحْتِهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ؕ— نِعْمَ اَجْرُ الْعٰمِلِیْنَ ۟ۗۖ

او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او داسې نېکې کړنې يې ترسره کړې دي چې هغه ته يې نېږدې کوي، هرومرو به يې په جنت کې په داسې لوړو کورونو کې استوګن کړو چې لاندې ترې ويالې بهيږي تل ترتله به پکې وي، هلته به فنا نه پرې راځي، د الله د پيروي کوونکو لپاره دغه غوره بدله ده.
info
التفاسير:

external-link copy
59 : 29

الَّذِیْنَ صَبَرُوْا وَعَلٰی رَبِّهِمْ یَتَوَكَّلُوْنَ ۟

غوره بدله د الله پر تابعدارۍ عمل کوونکو لره ده هغه چې د الله تعالی په تابعدارۍ او د هغه له نافرمانۍ کولو څخه یې صبر کړی وي، او یوازې پر خپل رب بروسه کوي په خپلو ټولو کارونو کې. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 29

وَكَاَیِّنْ مِّنْ دَآبَّةٍ لَّا تَحْمِلُ رِزْقَهَا ۖۗؗ— اَللّٰهُ یَرْزُقُهَا وَاِیَّاكُمْ ۖؗ— وَهُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

ټول خوځېدونکي -سره له زیاتوالي- چې روزي نشي راټولولی او نه یې په شا بارولی شي، الله دوی ته هم روزي ورکوي او تاسو ته هم، نو تاسو د لوږې له وېرې د هجرت په پرېښودلو هېڅ عذر نلرئ، او هغه ستاسو د ویناوو اورېدونکی دی، ستاسو په کړنو او نیتونو پوهه دی، هېڅ ترې پټ ندي، او زر دی چې بدله به درکړي. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 29

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ۚ— فَاَنّٰی یُؤْفَكُوْنَ ۟

ای پېِغمبره! که چېرې له دې مشرکانو پوښتنه وکړې: آسمانونه چا پېدا کړي؟ ځمکه چا پېدا کړې؟ لمر او سپوږمئ چا په کار اچولي چې یو بل پسې راځي؟ خامخا به ووایي: الله پېدا کړي، نو څرنګه یوازې پر الله د ایمان راوړلو اړول کېږي، او له هغه پرته د نورو معبودانو عبادت کوي چې ګټه او زیان نشي رسولی. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 29

اَللّٰهُ یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ وَیَقْدِرُ لَهٗ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمٌ ۟

الله تعالی روزي پراخوي خپلو بندګانو ته چې خوښه یې شي، او تنګوي یې چا ته یې چې خوښه شي، د حکمت له کبله چې خپله پرې پوه دی، بېشکه الله په هر څه پوه دی، هېڅ هم ترې پټ ندي، نو کوم تدبیر یې چې بندګانو ته مناسب وي هغه ترې پټ نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 29

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ نَّزَّلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَحْیَا بِهِ الْاَرْضَ مِنْ بَعْدِ مَوْتِهَا لَیَقُوْلُنَّ اللّٰهُ ؕ— قُلِ الْحَمْدُ لِلّٰهِ ؕ— بَلْ اَكْثَرُهُمْ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟۠

او که ته پوښتنه وکړې -ای پېغمبره- له مشرکانو څخه: چا له آسمانه اوبه راورولې چې ځمکه یې پرې زرغونه کړه پس له دې چې وچه وه؟ خامخا به ووایي: الله دی چې له آسمانه یې باران راورولی او ځمکه یې پرې زرغونه کړې، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ثنا ده هغه ذات لره چې تاسو ته یې دلیل ښکاره کړی، بلکه پایله داده چې زیاتره یې عقل نه کاروي؛ ځکه که چېرې یې عقل کارولی نو د الله سره به یې بتان نه شریکول چې نه ګټه رسولی شي او نه زیان. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• استعجال الكافر بالعذاب دليل على حمقه.
په بیړه سره د کافر عذاب غوښتل د هغه د کم عقلتوب دلیل دی. info

• باب الهجرة من أجل سلامة الدين مفتوح.
د هجرت دروازه د دین د سلامتیا لپاره خلاصه ده. info

• فضل الصبر والتوكل على الله.
د صبر او په الله بروسه ساتلو فضیلت. info

• الإقرار بالربوبية دون الإقرار بالألوهية لا يحقق لصاحبه النجاة والإيمان.
له الوهیت (لمانځنې) پرته یوازې په ربوبیت (پالنې) اقرار کولو یې څښتن نجات او ایمان نشي ترلاسه کولی. info