ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
91 : 27

اِنَّمَاۤ اُمِرْتُ اَنْ اَعْبُدَ رَبَّ هٰذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِیْ حَرَّمَهَا وَلَهٗ كُلُّ شَیْءٍ ؗ— وَّاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟ۙ

ای رسوله! هغوی ته ووايه: بېشکه ماته خو يوازې دا امر شوی چې د هغې مکې د پالونکي عبادت وکړم چې محترمه يې ګرځولې ده، چې په هغې کې به وينه نه توييږي، په هغې کې به پر هيچا ظلم نه کيږي، د هغې ښکار به نه وژل کيږي او د هغې ونې به نه پرې کيږي او همغه پاک ذات لره د هر څه واک دی، او ماته امر شوی چې الله لره له تسليمېدونکو او په پيروۍ له غاړه اېښودونکو شم. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• الإيمان والعمل الصالح سببا النجاة من الفزع يوم القيامة.
ايمان او نيک عمل د قيامت په ورځ له وېرې څخه د خلاصون دوه لاملونه دي. info

• الكفر والعصيان سبب في دخول النار.
کفر او سرغړونه په اور کې د ننوتلو لامل دی. info

• تحريم القتل والظلم والصيد في الحرم.
په حرم کې د وژلو، ظلم او ښکار کولو حراموالی. info

• النصر والتمكين عاقبة المؤمنين.
مرسته او واک ترلاسه کول د مؤمنانو پايله ده. info