ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
47 : 24

وَیَقُوْلُوْنَ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِالرَّسُوْلِ وَاَطَعْنَا ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ مِّنْ بَعْدِ ذٰلِكَ ؕ— وَمَاۤ اُولٰٓىِٕكَ بِالْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او منافقان وايي: موږ پر الله ايمان راوړی او پر رسول مو ايمان راوړی، د الله پيروي مو کړې او د هغه د رسول پيروي مو کړې ده، بيا له هغوی يوه ډله مخ اړوي؛ نو د الله په لار کې د جهاد پر امر او داسې نورو د الله او د هغه د رسول پيروي نه کوي، وروسته له دې چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول د ايمان رواړلو او د هغوی د پيروۍ ګومان کړی دی، دغه د الله او د هغه د رسول له پيروۍ مخ اړوونکي مؤمنان نه دي، که څه هم هغوی دعوی کړې چې مؤمنان دي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• تنوّع المخلوقات دليل على قدرة الله.
د مخلوقاتو بېلابېل ډولونه د الله پر قدرت دليل دی. info

• من صفات المنافقين الإعراض عن حكم الله إلا إن كان الحكم في صالحهم، ومن صفاتهم مرض القلب والشك، وسوء الظن بالله.
د منافقانو له صفاتو څخه د الله له حکم څخه مخ اړول دي، خو دا چې په کوم حکم کې د هغوی ګټه وي، د هغوی له صفاتو د زړونو ناروغي، شک او پر الله بدګومانۍ کول دي. info

• طاعة الله ورسوله والخوف من الله من أسباب الفوز في الدارين.
د الله او د هغه د رسول پيروي او له الله څخه وېره په دنيا او آخرت کې د بريا له لاملونو څخه دي. info

• الحلف على الكذب سلوك معروف عند المنافقين.
په درواغو لوړه کول د منافقانو مشهور چلند دی. info