ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
89 : 2

وَلَمَّا جَآءَهُمْ كِتٰبٌ مِّنْ عِنْدِ اللّٰهِ مُصَدِّقٌ لِّمَا مَعَهُمْ ۙ— وَكَانُوْا مِنْ قَبْلُ یَسْتَفْتِحُوْنَ عَلَی الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۚ— فَلَمَّا جَآءَهُمْ مَّا عَرَفُوْا كَفَرُوْا بِهٖ ؗ— فَلَعْنَةُ اللّٰهِ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

او کله چې دوی ته د الله تعالی له لوري قرآن کریم راغی چې د تورات او انجیل عامو او صحیح اصولو سره موافق ؤ، او دوی به د قرآن د نازلېدو څخه مخکې ویل: ژرده چې مونږ به په مشرکانو برلاسي شو او بری به ومومو کله چې پېغمبر راولېږلی شي، نو مونږ به پرې ایمان راوړو او پېروي به یې وکړو، نو کله چې دوی ته قرآن او محمد صلی الله علیه وسلم په هغه صفتونو سره راغلل چې دوی پېژندل او هغه حق یې ور وښود چې دوی پرې پوهېدل؛ نو دوی پرې کافر شول، پس پر کافرانو د الله تعالی لعنت دی. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 2

بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهٖۤ اَنْفُسَهُمْ اَنْ یَّكْفُرُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ بَغْیًا اَنْ یُّنَزِّلَ اللّٰهُ مِنْ فَضْلِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ ۚ— فَبَآءُوْ بِغَضَبٍ عَلٰی غَضَبٍ ؕ— وَلِلْكٰفِرِیْنَ عَذَابٌ مُّهِیْنٌ ۟

ډېر بد دي هغه څه چې دوی پرې د خپلو ځانونو برخې چې په الله او د هغه په پېغمبر ایمان لرل دي، خرڅ کړل، نو په هغه څه کافر شول چې الله تعالی نازل کړي دي او د هغه پر پېغمبرانو یې دروغ وتړل، د تېري او کېنې له امله چې نبوت او قرآن ولې پر محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول، نو دوی د څو چنده غوسې وړ وګرځېدل له دې امله چې پر محمد صلی الله علیه وسلم یې کفر وکړ، او تورات يې لا د مخې اړولی وو، او د محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت باندې کافرانو لپاره د قیامت په ورځ رسوا کوونکی عذاب دی. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 2

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اٰمِنُوْا بِمَاۤ اَنْزَلَ اللّٰهُ قَالُوْا نُؤْمِنُ بِمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَیَكْفُرُوْنَ بِمَا وَرَآءَهٗ ۗ— وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِّمَا مَعَهُمْ ؕ— قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُوْنَ اَنْۢبِیَآءَ اللّٰهِ مِنْ قَبْلُ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

او کله چې دوی یهودیانو ته وویل شي: تاسو په هغه حق او هدایت ایمان راوړئ چې الله په خپل پېغمبر نازل کړی دی، نو دوی وایي: مونږ په هغه څه ایمان لرو چې زمونږ په پیغمبرانو نازل شوي او دوی کفر کوي په هغه څه چې له دې پرته په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي، حال دا چې دا قرآن حق دی او د هغه څه سره سم دی کوم چې دوی سره د الله تعالی لخوا دی، خو که چېرې دوی په رښتیا هم په هغه څه ایمان لرلئ چې دوی ته نازل شوي نو په قرآن کریم به یې ایمان راوړی وی. دوی ته په ځواب کې ووایه-ای نبي-: که رښتیا هم په هغه څه مومنان یاست چې دوی تاسو ته کوم حق راوړی وو نو له دې مخکې مو ولې د الله استازي وژل؟ info
التفاسير:

external-link copy
92 : 2

وَلَقَدْ جَآءَكُمْ مُّوْسٰی بِالْبَیِّنٰتِ ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِنْ بَعْدِهٖ وَاَنْتُمْ ظٰلِمُوْنَ ۟

او په رښتیا تاسو ته ستاسو پېغمبر موسی علیه السلام په داسې واضحو معجزاتو او دلائلو راغی، چې د هغه په رښتنولی یې دلالت کولو، بیا مو له هغه وروسته کله چې موسی علیه السلام د رب ټاکلې نېټې ته ولاړ نو تاسو خوسی خپل معبود ونیوه چې عبادت مو ورته کولو او تاسو تېري کوونکي وئ له الله تعالی سره په شرک کولو او یوازې هماغه د عبادت وړ دی بل څوک نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 2

وَاِذْ اَخَذْنَا مِیْثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّوْرَ ؕ— خُذُوْا مَاۤ اٰتَیْنٰكُمْ بِقُوَّةٍ وَّاسْمَعُوْا ؕ— قَالُوْا سَمِعْنَا وَعَصَیْنَا ۗ— وَاُشْرِبُوْا فِیْ قُلُوْبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ ؕ— قُلْ بِئْسَمَا یَاْمُرُكُمْ بِهٖۤ اِیْمَانُكُمْ اِنْ كُنْتُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

او یاد کړئ هغه وخت چې له تاسو څخه مو د موسی علیه السلام په پیروۍ او د هغه څه په منلو چې ده د الله تعالی له لوري راوړي وو، کلکه ژمنه واخیسته او مونږ ستاسو د وېرولو لپاره غر پر تاسو پورته کړ او تاسو ته مو وویل: کوم تورات چې مو تاسو ته درکړی هغه کلک ونیسئ، او د منلو او غاړه ایښودلو په موخه يې واورئ، او که نه نو غر به پر تاسو راوغورځوو، نو تاسو وویل: مونږ په غوږونو واورېدل، او په کړونو کې مو ونه منل، او د دوی د کفر له امله د خوسي عبادت د دوی په زړونو کې ځای ونیولو، ته ورته ووایه -ای پېغمبره-: ډېر بد دی هغه ایمان چې تاسو ته پر الله تعالی د کفر کولو امر کوي که چېرې تاسو ایمان لرونکي یاست؛ ځکه رښتوني ایمان سره کفر نه یو ځای کېږي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• اليهود أعظم الناس حسدًا؛ إذ حملهم حسدهم على الكفر بالله وردِّ ما أنزل، بسبب أن الرسول صلى الله عليه وسلم لم يكن منهم.
یهودیان ډېر کينه کښ خلک دي؛ تر دې چې دې کينې پر الله تعالی کفر او د هغه له خوا چې څه نازل شوي دهغو رد کولو ته هڅولي دي، ځکه چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دوی څخه نه ؤ. info

• أن الإيمان الحق بالله تعالى يوجب التصديق بكل ما أَنزل من كتب، وبجميع ما أَرسل من رسل.
بېشکه پر الله تعالی رښتونی ایمان واجبوي چې په هر هغه کتاب چې ده نازل کړی او هر هغه پیغمبر چې ده رالېږلی باور وشي. info

• من أعظم الظلم الإعراض عن الحق والهدى بعد معرفته وقيام الأدلة عليه.
له لویو ظلمونو څخه دا دی چې له حق او هدایت څخه مخ واړول شي، پس له دې چې وپېژندل شي او دلائل پرې قائم شي. info

• من عادة اليهود نقض العهود والمواثيق، وهذا ديدنهم إلى اليوم.
د یهودیانو له عادتونو څخه د ژمنو ماتول دي او تر نن پورې د دوی همدا تګلاره ده. info