ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
41 : 13

اَوَلَمْ یَرَوْا اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— وَاللّٰهُ یَحْكُمُ لَا مُعَقِّبَ لِحُكْمِهٖ ؕ— وَهُوَ سَرِیْعُ الْحِسَابِ ۟

آيا دغو کافرانو ونه ليدل چې څنکه موږ د کفر ځمکې ته راځو د اسلام په خپرېدو د مسلمانانو په بريا يې څنډې ورکموو، الله د خپلو بندګانو ترمنځ د هغه څه حکم او پرېکړه کوي چې ويې غواړي، هيڅوک نشته چې د هغه پرېکړه ماته، تغيير يا بدله کړي، هغه پاک ذات ژر حساب کوونکی دی، له لومړنيو او وروستنيو سره په يوه ورځ کې حساب کوي. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• الترغيب في الجنة ببيان صفتها، من جريان الأنهار وديمومة الرزق والظل.
جنت ته هڅونه د هغو د صفت په بيانولو، د نهرونو د روانوالي، د روزۍ او سيورې له دائموالي څخه. info

• خطورة اتباع الهوى بعد ورود العلم وأنه من أسباب عذاب الله.
د نفسي غوښتنو د پيروۍ خطر وروسته د پوهې تر راتګ چې هغه د الله د سزا له لاملونو څخه ده. info

• بيان أن الرسل بشر، لهم أزواج وذريات، وأن نبينا صلى الله عليه وسلم ليس بدعًا بينهم، فقد كان مماثلًا لهم في ذلك.
د دې خبرې بيان چې رسولان بشر دي، هغوی لره مېرمنې او اولادونه وي، او زموږ نبي صلی الله عليه وسلم د هغوی ترمنځ کوم نوی نبي نه و، په دې کې د هغوی غوندې و. info