ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

external-link copy
74 : 11

فَلَمَّا ذَهَبَ عَنْ اِبْرٰهِیْمَ الرَّوْعُ وَجَآءَتْهُ الْبُشْرٰی یُجَادِلُنَا فِیْ قَوْمِ لُوْطٍ ۟ؕ

کله چې له ابراهيم عليه السلام څخه وېره ولاړه چې د هغو مېلمنو لخوا ورته رسېدلې وه چې د هغه ډوډۍ يې ونه خوړله، وروسته له پوهېدو چې هغوی پرېښتې دي او د خوښۍ خبر ورته راغی چې د هغه به اسحاق زوی کيږي بيا يعقوب، زموږ له استازو سره يې د لوط عليه السلام د قوم په اړه شخړه پیل کړه، تر څو له هغوی سزا وروسته کړي او د لوط عليه السلام او د هغه کورنۍ وژغوري. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• بيان فضل ومنزلة خليل الله إبراهيم عليه السلام، وأهل بيته.
د الله د دوست ابراهيم عليه السلام او د هغه د کورنۍ غوراوی او مرتبه بيانول. info

• مشروعية الجدال عمن يُرجى له الإيمان قبل الرفع إلى الحاكم.
حاکم ته له وړلو مخکې د هغه چا په اړه د شخړې رواوالی چې د ايمان راوړلو هيله يې کيږي. info

• بيان فظاعة وقبح عمل قوم لوط.
د لوط عليه السلام د قوم د کړنې ناوړه توب او بدوالي بيان. info