ការបកប្រែអត្ថន័យគួរអាន - ការអធិប្បាយសង្ខេបអំពីគម្ពីគួរអានជាភាសា Pashto

លេខ​ទំព័រ:close

external-link copy
71 : 10

وَاتْلُ عَلَیْهِمْ نَبَاَ نُوْحٍ ۘ— اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنْ كَانَ كَبُرَ عَلَیْكُمْ مَّقَامِیْ وَتَذْكِیْرِیْ بِاٰیٰتِ اللّٰهِ فَعَلَی اللّٰهِ تَوَكَّلْتُ فَاَجْمِعُوْۤا اَمْرَكُمْ وَشُرَكَآءَكُمْ ثُمَّ لَا یَكُنْ اَمْرُكُمْ عَلَیْكُمْ غُمَّةً ثُمَّ اقْضُوْۤا اِلَیَّ وَلَا تُنْظِرُوْنِ ۟

کيسه بيان کړه ای رسوله! دغو مشرکانو ته چې د نوح عليه السلام خبره يې درواغ وګڼله کله چې هغه خپل قوم ته وويل: ای زما قومه! که چېرې زما اوسېدل ستاسو ترمنځ درباندې بوج شوي وي او زما لخوا د الله د نښانو يادونه او زما نصيحت درباندې سخت شوي وي، زما د وژلو هوډ مو کړی وي؛ نو ما يوازې پر الله بروسه کړې ده ستاسو د دوکې په ترسره کولو کې، خپل کارمو پياوړی کړئ، زما د وژلو تکل وکړئ او خپل معبودان مو را وبولئ ترڅو ترې مرسته وغواړئ، بيا دې ستاسو چل پټ ګونګ نه وي، زما د وژلو لپاره ستاسو د تدبير وروسته تاسو هغه وکړئ چې پټوئ يې او يوه لحظه مې هم مه وروسته کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 10

فَاِنْ تَوَلَّیْتُمْ فَمَا سَاَلْتُكُمْ مِّنْ اَجْرٍ ؕ— اِنْ اَجْرِیَ اِلَّا عَلَی اللّٰهِ ۙ— وَاُمِرْتُ اَنْ اَكُوْنَ مِنَ الْمُسْلِمِیْنَ ۟

که چېرې تاسو زما له بلنې مخ اړولی وي نو تاسو پوه ياست چې ما د خپل پالونکي په پيغام رسولو له تاسو کومه بدله نه ده غوښتې، زما بدله يوازې پر الله ده، پر ما مو ايمان راوړی وي او که مو کفر کړی وي، او الله امر راته کړی چې په پيروۍ او نېک عمل هغه لره له غاړه اېښودونکو شم. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 10

فَكَذَّبُوْهُ فَنَجَّیْنٰهُ وَمَنْ مَّعَهٗ فِی الْفُلْكِ وَجَعَلْنٰهُمْ خَلٰٓىِٕفَ وَاَغْرَقْنَا الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِاٰیٰتِنَا ۚ— فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

قوم يې هغه درواغجن وګاڼه، هغه يې رېښتينی ونه ګاڼه؛ نو هغه او له مؤمنانو چې څوک په کښتۍ کې ورسره وو ومو ژغورل او له هغوی د مخکينيو لپاره مو ځای ناستي وګرځول او هغه کسان مو تباه کړل چې نښانې او د طوفان دليلونه يې درواغ ګڼلي وو؛ نو ای رسوله فکر وکړه چې د هغه قوم د چارو پايله څنګه وه چې نوح عليه السلام وېرولي وو، خو هغوی ايمان نه و راوړی. info
التفاسير:

external-link copy
74 : 10

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهٖ رُسُلًا اِلٰی قَوْمِهِمْ فَجَآءُوْهُمْ بِالْبَیِّنٰتِ فَمَا كَانُوْا لِیُؤْمِنُوْا بِمَا كَذَّبُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ؕ— كَذٰلِكَ نَطْبَعُ عَلٰی قُلُوْبِ الْمُعْتَدِیْنَ ۟

بيا څه موده وروسته مو په نوح عليه السلام پسې نور رسولان خپلو قومونو ته يې ولېږل، رسولان يې خپلو امتونو ته له نښانو او دلايلو سره راغلل خو د هغوی د رسولانو په درواغ ګڼلو د خپل پخواني ټينګار له امله يې اراده نه وه چې ايمان راوړي؛ نو الله يې پر زړونو مهر ولګاوه، د دغه مهر غوندې چې د پخوانيو رسولانو د امتونو پر زړونو مو لګولی د هغو کافرانو پر زړونو په هر وخت او هرځای کې مهر لګوو چې د کفر له امله د الله له پولو اوښتونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 10

ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُّوْسٰی وَهٰرُوْنَ اِلٰی فِرْعَوْنَ وَمَلَاۡىِٕهٖ بِاٰیٰتِنَا فَاسْتَكْبَرُوْا وَكَانُوْا قَوْمًا مُّجْرِمِیْنَ ۟

بيا وروسته له څه مودې مو په دغو رسولانو پسې موسی او دهغه ورور هارون د مصر پاچا فرعون او د هغه د قوم لويانو ته ولېږل، هغوی دواړه مو له داسې نښانو سره ولېږل چې د هغوی پر رېښتينولۍ دلالت کوونکې وې، خو هغوی پر هغه څه له ايمان راوړلو لويي وکړه چې هغوی دواړه ورسره راغلي وو، هغوی ګناهکار قوم وو، پر الله د کفر او د هغه د رسولانو د درواغجن ګڼلو له امله. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 10

فَلَمَّا جَآءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوْۤا اِنَّ هٰذَا لَسِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟

کله چې فرعون او د هغه له قومه لويانو ته هغه دين راغی چې موسی او هارون عليهما السلام راوړی و، هغوی د هغو نښانو په اړه چې دلالت کوونکې وې د هغه څه پر رېښتينولۍ چې موسی راوړي و وويل: بېشکه هغه ښکاره جادو دی حق نه دی. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 10

قَالَ مُوْسٰۤی اَتَقُوْلُوْنَ لِلْحَقِّ لَمَّا جَآءَكُمْ ؕ— اَسِحْرٌ هٰذَا ؕ— وَلَا یُفْلِحُ السّٰحِرُوْنَ ۟

موسی پر هغوی د نيوکې کوونکي په ډول وويل: آيا حق ته جادو وايئ چې کله درته راشي؟ هيڅکله نه، هغه جادو نه دی، بېشکه زه ښه پوهېږم چې جادوګر هيڅکله نشي بریالی کېدلی؛ نو ما لره به د هغه راکړه ورکړه څنګه وي؟!. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 10

قَالُوْۤا اَجِئْتَنَا لِتَلْفِتَنَا عَمَّا وَجَدْنَا عَلَیْهِ اٰبَآءَنَا وَتَكُوْنَ لَكُمَا الْكِبْرِیَآءُ فِی الْاَرْضِ ؕ— وَمَا نَحْنُ لَكُمَا بِمُؤْمِنِیْنَ ۟

د فرعون قوم موسی عليه السلام ته په ځواب ورکولو وويل: آيا له دغه جادو سره راغلې تر څو موږ له هغه دينه واړوې چې خپل پلرونه مو پرې موندلي دي او پاچايي ستا او ستا د ورور شي؟ موږ تاسو دواړو لره ای موسی او هارونه! پدې اقرار کوونکي نه يو چې تاسو رسولان ياست او موږ ته رالېږل شوي ياست. info
التفاسير:
ក្នុង​ចំណោម​អត្ថប្រយោជន៍​នៃអាយ៉ាត់ទាំងនេះក្នុងទំព័រនេះ:
• سلاح المؤمن في مواجهة أعدائه هو التوكل على الله.
د مؤمن وسله د دوښمن سره په مخامخ کېدو کې پر الله بروسه ده. info

• الإصرار على الكفر والتكذيب بالرسل يوجب الختم على القلوب فلا تؤمن أبدًا.
پر کفر ټينګار او د رسولانو درواغ ګڼل د زړونو د مهر لامل کيږي چې بيا هيڅکله ايمان نه راوړي. info

• حال أعداء الرسل واحد، فهم دائما يصفون الهدى بالسحر أو الكذب.
د رسولانو د دښمنانو حال يو ډول وي، هغوی تل لارښوونه؛ کوډې او درواغ بولي. info

• إن الساحر لا يفلح أبدًا.
بېشکه کوډګر هيڅکله نه بريالی کيږي. info