Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Abu Zakariya

انشقاق

external-link copy
1 : 84

اِذَا السَّمَآءُ انْشَقَّتْ ۟ۙ

84-1 كله چې اسمان څیرې شي info
التفاسير:

external-link copy
2 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ۙ

84-2 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 84

وَاِذَا الْاَرْضُ مُدَّتْ ۟ؕ

84-3 او كله چې ځمكه راښكلى شي info
التفاسير:

external-link copy
4 : 84

وَاَلْقَتْ مَا فِیْهَا وَتَخَلَّتْ ۟ۙ

84-4 او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي info
التفاسير:

external-link copy
5 : 84

وَاَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ ۟ؕ

84-5 او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده info
التفاسير:

external-link copy
6 : 84

یٰۤاَیُّهَا الْاِنْسَانُ اِنَّكَ كَادِحٌ اِلٰی رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلٰقِیْهِ ۟ۚ

84-6 اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې info
التفاسير:

external-link copy
7 : 84

فَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ بِیَمِیْنِهٖ ۟ۙ

84-7 نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 84

فَسَوْفَ یُحَاسَبُ حِسَابًا یَّسِیْرًا ۟ۙ

84-8 نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب info
التفاسير:

external-link copy
9 : 84

وَّیَنْقَلِبُ اِلٰۤی اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

84-9 او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 84

وَاَمَّا مَنْ اُوْتِیَ كِتٰبَهٗ وَرَآءَ ظَهْرِهٖ ۟ۙ

84-10 او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 84

فَسَوْفَ یَدْعُوْا ثُبُوْرًا ۟ۙ

84-11 نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 84

وَّیَصْلٰی سَعِیْرًا ۟ؕ

84-12 او د دوزخ بل اور ته به ننوځي info
التفاسير:

external-link copy
13 : 84

اِنَّهٗ كَانَ فِیْۤ اَهْلِهٖ مَسْرُوْرًا ۟ؕ

84-13 بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و info
التفاسير:

external-link copy
14 : 84

اِنَّهٗ ظَنَّ اَنْ لَّنْ یَّحُوْرَ ۟ۚۛ

84-14 بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي info
التفاسير:

external-link copy
15 : 84

بَلٰۤی ۛۚ— اِنَّ رَبَّهٗ كَانَ بِهٖ بَصِیْرًا ۟ؕ

84-15 ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و info
التفاسير:

external-link copy
16 : 84

فَلَاۤ اُقْسِمُ بِالشَّفَقِ ۟ۙ

84-16 نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي) info
التفاسير:

external-link copy
17 : 84

وَالَّیْلِ وَمَا وَسَقَ ۟ۙ

84-17 او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
18 : 84

وَالْقَمَرِ اِذَا اتَّسَقَ ۟ۙ

84-18 او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي info
التفاسير:

external-link copy
19 : 84

لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ ۟ؕ

84-19 چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه info
التفاسير:

external-link copy
20 : 84

فَمَا لَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۙ

84-20 نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
21 : 84

وَاِذَا قُرِئَ عَلَیْهِمُ الْقُرْاٰنُ لَا یَسْجُدُوْنَ ۟

84-21 او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي info
التفاسير:

external-link copy
22 : 84

بَلِ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُكَذِّبُوْنَ ۟ؗۖ

84-22 بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي info
التفاسير:

external-link copy
23 : 84

وَاللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا یُوْعُوْنَ ۟ؗۖ

84-23 او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي info
التفاسير:

external-link copy
24 : 84

فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟ۙ

84-24 نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه info
التفاسير:

external-link copy
25 : 84

اِلَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ لَهُمْ اَجْرٌ غَیْرُ مَمْنُوْنٍ ۟۠

84-25 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى info
التفاسير: