Terjemahan makna Alquran Alkarim - Terjemahan Berbahasa Pashtun - Abu Zakariya

Nomor Halaman:close

external-link copy
27 : 67

فَلَمَّا رَاَوْهُ زُلْفَةً سِیْٓـَٔتْ وُجُوْهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَقِیْلَ هٰذَا الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تَدَّعُوْنَ ۟

67-27 نو كله چې دوى دغه (عذاب) ډېر نژدې وویني (نو) د هغو كسانو مخونه به بدشكله (او تور) شي چې كافران شوي وو او وبه ویل شي چې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به دا ژر غوښته info
التفاسير:

external-link copy
28 : 67

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَهْلَكَنِیَ اللّٰهُ وَمَنْ مَّعِیَ اَوْ رَحِمَنَا ۙ— فَمَنْ یُّجِیْرُ الْكٰفِرِیْنَ مِنْ عَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

67-28 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې الله ما او هغه كسان چې زما سره دي، هلاك (او مړه) كړي، یا پر مونږ رحم وكړي، نو څوك دى چې كافران به له ډېر دردونكي عذاب نه بچ كړي؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 67

قُلْ هُوَ الرَّحْمٰنُ اٰمَنَّا بِهٖ وَعَلَیْهِ تَوَكَّلْنَا ۚ— فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ هُوَ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

67-29 ته (دوى ته) ووایه: هم دغه (الله) رحمٰن دى، مونږ په ده ایمان راوړى دى او مونږ خاص په ده باندې توكل كړى دى، نو تاسو به ژر پوه شئ چې هغه څوك دى چې په ښكاره ګمراهۍ كې دى info
التفاسير:

external-link copy
30 : 67

قُلْ اَرَءَیْتُمْ اِنْ اَصْبَحَ مَآؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ یَّاْتِیْكُمْ بِمَآءٍ مَّعِیْنٍ ۟۠

67-30 ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې ستاسو اوبه (په ځمكه كې) ډېرې ښكته لاړې شي، نو څوك دى چې تاسو ته به روانې اوبه راولي؟ info
التفاسير: